د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

پېژاند – کابل

د پېژاند - کابل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

حيفبشپړ شعر ولولئ

حيف

پېژاند - کابل

د اختر ښکلي او ښايستې ورځې دې

د دوو مينو د ليدو لپاره

د بهانو او تماشې ورځې دې

ما ته مې ټولو د زړګي ملګرو

ښکلې ډالۍ او سلامۍ راکړلې

او زه يې وستايلم

په څو رنګينو جادوګرو تورو

و ماته راغلل پيغامونه آن د هغو خلکو

چې يې يو ځلي زه په ټوله ژوند کې

په دوو لېمو باندې ليدلی ومه

هغه لا څه چې آن د هغو خلکو

چې يې يو ځلي زما نوم لوستی و

زما په شان د دردېدلي نظم پای، يا سر کې

يا اورېدلې يې وې

زما په ږغ کې د هوا له څپو

د منځني ختيځ دردناکې کيسې

يا آسيا د زلزلو له لاسه

د امريکا د توپانو له لاسه

د مرګ وروستيې شمېرې

خو حيف چې تا،

خو حيف چې تا په خپله ژبه باندې

ما ته زړګی، ما ته جانان ويلی

ما ته بورجل، ما ته جهان ويلی

تش يو د مينې پيغام وانستاوه

زما دې شک، زما دې ګومان پيدا کړ

ستا پر اږدو وعدو او مينه باندې

ستا د وجود پر توده وينه باندې

و ماته داسې ښکارې

چې دې ايستلی له لېمو څخه يم

چې دې شړلی له کوګله څخه

لکه زما ژبه، زما پت چې دی

اوس شړل شوی له کابله څخه.

کمکی اختر- 2 – 84 ل .