پښتو ادب · شاعران
صابر اصلزی – مالموسويډن
د صابر اصلزی - مالموسويډن پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
خيالي رباببشپړ شعر ولولئ
خيالي رباب
صابر اصلزی - مالموسويډن
شهبازه بيادخيال رباب نه ئې يوترنګ وباسه
داوميدودګونګړوګانونه ئې شرنګ وباسه
راوله مست کړه په ګډاکړه خوبولۍ اوميد
دزنګ وهلي نااوميدتارنه ئې زنګ وباسه
ورته ناشونې لارې شونې کړه دخيال په نغمو
په نڅېدودغارنه پروت ګګر ملنګ وباسه
نااوميدي هم يولوئ رنځ دئ دانسان په زړه کې
داوميدوئ دزړه دکورنه يوغورځنګ وباسه
شهبازه دومرې ترنګوه چه ئې خومارخومارکړې
دهيلې بنګ ورکړه دسرنه ئې نوربنګ وباسه
دتورې جنګ ئې بس دخياله ځنې لرې کړه نور
زاړه خيالونه دپښتون نه دغه درنګ وباسه
ته حرکت کړه برکت ئې دخاوندنه غواړه
نور اصلزيه دقلم دتورې شرنګ وباسه
٢٠٠٥-١١-١١