پښتو ادب · شاعران
دکتورس ماجان صميمي
د دکتورس ماجان صميمي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
صنمبشپړ شعر ولولئ
صنم
دکتورس ماجان صميمي
خلاصه دروازه کړه يو ځل بيا صنم
زړه مې ديدنونه غواړي ستا صنم
واچوه کچکول ته مې د حسن خير
مه مې شړه تش لاس بينوا صنم
غم راته هغه ساعت نه مخه کړه
تا چې ګرځولې راته شا صنم
زړه د رقيب هم سوځي په حال زما
ستا زړه دی چې نه سوځي په ما صنم
نشته نه وفا او پقا په کې
څله دې نازيږې په ښکلا صنم
دوه ورځې دنيا ده ( صميمي )وايي
مه ګرځه مغرو ره په دنيا صنم