د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

کانديد اکاډميسن استاد محمد انور نوميالی

د کانديد اکاډميسن استاد محمد انور نوميالی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

په خندا کی ژړابشپړ شعر ولولئ

په خندا کی ژړا

کانديد اکاډميسن استاد محمد انور نوميالی

د تورو شپو په دربلو کي زنداني ومه زه

د جار وتلو ځېنځېرانو قرباني ومه زه

لاس مي تړلی خوله گنډلې د شکنجو په چور کي

د زوکلېدو ،د ځورېدو په دوږخي تنور کي

ساړه آهونه مي ېاغی سوه د اسمان په لوري

سره اوسېلي مي شهابي د کهکشان په لوري

غمونو زور واخېست چي نور نو دزغملو نه وه

د رنځېدلي زړه په غېږ کي د گاللو نه وه

سر کښه هيلي په سېنه کي نوري نه ځائېدې

لېونۍ کرږي دزگېروي په شاني و خوځېدې

گوره چي چا مي د زړه پټه ناره واورېدله

ېا بې حېا زگېروی ېې زما ناشکري وبلله

د کائناتو په تالار کي ېو غوغا جوړه شوه

د اسمانونو په دربارکي ماجرا جوړه شوه

هڅه خو داوه چي ژغورني ته مي ورسېږې

د قدرتونو ېو واکمن را باندي ورحمېږې

هلته ېو څوک په دبدبو کي پرتمېن ښکارېدی

چا ته رښتېنی ساتندوی چاته لعېن ښکارېدی

دغه صحنه د طلسماتو ژر بدله سوله

د خېر وشر د بېلېدو لاره ارجله سوله

دلويي خوړسکي تکه توره دربله سوه خپره

د اړودوړ ېوه ناپاېه گردله سوه خپره

د ژوند بېړۍ مو په ډکو کي څپڅپانده سوله

پر لوېو لارو مو ملگري لالهانده سوله

څوک پر ېوه او څوک له ډاره څه پر بله ولاړه

له دې ټاټوبي څوک په زور او څوک پخپله ولاړه

ما چي پخوا له اهرېمنه څخه سر ټکاوه

په خوشامند مي و بلاوو ته ځېگر ټکاوه

له سرو بلاوو سره توري هم را وبهېدې

په هر تړه کي له خښمه څخه و غړومبېدې

نه پوهېدمه چي ېو څوک زما نجات ته راځي

او که د داد په پلمه زما و مجازات ته راځي

ټولو زما د بېچاره وجود هډونه مات کړل

هم يې پر ما باندي پېچلي ځېنځېرونه مات کړل

د ځېنځېرونو ماتېدو ته مي خندېږمه زه

خو د وجود ټوټه کېدو ته بېا ژړېږمه زه

له ډنمارک څخه د عبدالمجيد رالېږنه