پښتو ادب · شاعران
رحیم گل څاروان-کابل
د رحیم گل څاروان-کابل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
4 خپاره شوي شعرونه
ماشوم زړهبشپړ شعر ولولئ
ماشوم زړه
رحیم گل څاروان-کابل
زړه مې ماشوم دی سهار بیگاه جانانه تا غواړي
لکه مجنون هره شیبه خپله لیلا غواړي
ډېر يې ژړلي، ژاړي چا یې اوښکې پاکې نه کړې
زمونږ دکلي یتیمان ربه نور خندا غواړي
لاماړه شوي نه دي خدایږو وایي څه مو کړي
داغله مشران یارانو نوره هم لا غلا غواړي
دا څه تیارې او تورې شپې وې چې یې تېرې کړلې
بس ددې چم خلک خدایه روڼ سبا غواړي
کله چې ته وخاندېبشپړ شعر ولولئ
کله چې ته وخاندې
رحیم گل څاروان-کابل
کله چې ته وخاندې
اویاهم نرۍ غوندې موسکا وکړې
زما دزړه ولاړې کلکې ستنې
لاړې شي نسکورې شي
دزړه چت مې هم راپرېوځي
بس دمینې دنیاگۍ یې غېږ کې ونیسي
مینه ترې تاو راتاوه شي
په کلک پړي یې وتړي
په لاس چاړه را واخلي
لکه بې رحمه اوظالم قاتل
چې په وینه نه مړيږي
مزبوت مزبوت یې ووهي
او دا خوارکی هم توبه وباسي
کمزوری شي، تابع یې شي
ورته لاس په سینه کېږدي
اوبس ټوله مینه مینه شي
میئن شي پر تا
ستا دیوې وړې موسکا اوخندا لپاره
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
رحیم گل څاروان-کابل
په زړه کې ساتم د یادونو ډېوې
ستا د ښکلا او انځورونو ډېوې
زمونږ خزان ځپلي چم ته راځي
دپسرلي دسرو گلونو ډېوې
بیا به مو جونگړو ته راپرېوځي
دلوړو لوړو محلونو ډېوې
تر گل ښایسته جانانه تتې شولې
ستا د راتلو دامیدونو ډېوې
بیا به دهجر تیارې وتښتوي
که شوې نازل د وصالونو ډېوې
کاروان ته بلې کړه څاروان جانانه
په لویه لار د مزلونو ډېوې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
رحیم گل څاروان-کابل
په تاریخ کې به یې نوم دشاه شجاع وي
چې دبل ډول ته گډیږي او پردی شي
هغه څوک به د ملت زړه کې ځای مومي
چې له خپل ملت قربان شي، سپېلنی شي
په جامه کې یې ښایست له نورو باندې
هر گلاب ته چې لاس وروړو نو ازغی شي
ښکلې پیغلې به یې لارې ډېرې څاري
کوم یو ځوان چې په میدان کې مېړنی شي
که دغرب په هر کور کې وي لوی شوی
دا غربی ځوان دې له اصله افغانی شي