د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

محمد بلال احديار- پېښور

د محمد بلال احديار- پېښور پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

د فکرټالبشپړ شعر ولولئ

د فکرټال

محمد بلال احديار- پېښور

نن مې دفکر ټال کښې

چې دې خندل زنګیدې

او ما ته نه راتللې

ای دخایست ښاپیرۍ

ای دښکلا پرښتې

لاړم تصویر ته دې بیا

تاؤ شوم راتاؤ شومه ترې

یو څو طوافو نه پس

مې کړو زړګي ته نزدې

ورته مې ډیر وژړل

ورته مې ډیر وژړل

بیا مې دزړه کعبه کښې

را زرغونه غوندې شوې

ستا دښایست ګلان مې

دخپل زړګي دشته کښې

په اوښکو بیا تازه کړل

په اوښکو بیا تازه کړل