پښتو ادب · شاعران
عبدالوهاب سرتېر – جرمني
د عبدالوهاب سرتېر - جرمني پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
دخان عبدالولي خان په مړينه !بشپړ شعر ولولئ
دخان عبدالولي خان په مړينه !
عبدالوهاب سرتېر - جرمني
په مرګ يې واوري نا ببره پښتون
چې سر پيدا کړي دا بې سره پښتون
ټولو قومونو مشری پيدا کړه
وي به تر کومه ؟ بې رهبره پښتون
د وليخان په مړينه ژاړ م درته
چې وو له آره او ټبره پښتون
ربه چې خپل مشر په ژوند وپالي
کړې برخمن له دې هنره پښتون
د ځانځانۍ په اور کې سوځي چې لا
ايشې پخه نده ډبره پښتون
له دې وژونکي رنځه ټول کړېږو
که دی په لره که په بره پښتون
پښتانه خپل مشر په ژوند نه پالي
په مرګ يې ژاړي بې خبره پښتون
چې دوليخان دماتم په ټغر
ناست له چتراله تر خيبره پښتون
( سر تېره ) خان د پاچاخان بچئ وو
ټينګ په پښتو لکه ډبره پښتون