د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ډاکټر خیرخواه

د ډاکټر خیرخواه پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

دخان عبدالولي خان په یادبشپړ شعر ولولئ

دخان عبدالولي خان په یاد

ډاکټر خیرخواه

بــابـــا (فــخر افـــغـــان) دی افتـــخـــار د پښتنو

بــــلبـــــل د آزادۍ وپـــــــــه ګــــــلـــــزاردپـښــتـنــو

فـــــطرت ورتــــــه ورکـــــړی وه جــــــذبـــــه د قــومــــــــیـــــت وږمـــــه دبـــــــیداری وه پـــــــــه کـــــهســـار دپښتنو

یــــو پــــټ غــــوندی احـساس وپاریدلی د خپل عــــصــــــر دتـــــوری شـــــــپی پــــه غيـږ کې وسهـــــار دپښتنو

جـــــرس د بیــــدارۍ و دبـــــی نیازۍ په خوب ویدو تــــــــــه دشـــــــــور مـــــــــسته چــــپه وه پـــــــه دیار د پښتنو

د ګـــــل پـــــه مـــخ شـــبنــــــــــــم ودژونــدون دښــــکلا راز و لـــــوی روح د مـــــســــیحاو پـــــه بــــهــــــار دپښتنو

د ســــــتړو ارمــــــانـــــونـــــــولار ورســـــــــــــو مــــزلــــــو تــــه روڼ ســـــتوری دســـــبــا وښــــــــه ســـــالار دپښتنو

د بـــیلــــتون دبــــلی شــــمــــــــــع د طـــــواف پـــــه جـــذبه کې هـــغــه ســــوی پـــتـــنـــګ وپــــه انــــــګـــار دپښتنو

(عــــدم تــــــشـــــدد) ئـــــی وه تـــــــګ لاره ســــــیــــــــاســـــی کـــه غــــر څــومره اوچــت دی شی پری لار دپښتنو

دتــــوری اوســــــیـــــاســـــت ســــــره د عـــــلــــم مــــــــشـــوق و هــغـــه کـــــاوه پـــه عـــلــــم هـــــم سیـنـــګار دپښتنو

چــــې لـــر اوبـــر افــــغـــان دی یـــو هـــیـــــواد او یــو مــلــــت هــغــه و پـــــورتـــــــــه کــــــړی د ا شــــــعار دپښتنو

افــسوس د نـــــاپـــوهـــــۍ لـــــه وجـــــی مـــــــــــونـــږه پښتنو په خپل وخت تشخيص نکړو خدمتګار د پښتنو

پــه ژونـــد ورســـره نـــشو پــس لــه مـرګه ئی ارمــــــــــــان کـړ اوبــه لـــه ورخــه تــیر شـــــوي پــه روزګار دپښتنو

دښــــــمـن تـــــه لاس پـه نـام یـومـګر خـپـل منـځ کـې جنګیږو د شــــــرم غــونـــــدی ډک دي دغـــــه کــــار دپښتنو

یو په فیل د انګلیس سپوروبل د روس په تانک کې راغي لــعــنــت دی وی پــه داســـي زمـــــامـــدار د پښتنو

بــــابـــا زمــــــونــــږ پــــــه غـــم کــــــې زنـــدانـــــونـــه وګـــالـــل هـــغـــه دښـــمــن تــه ورنــــــکـــړ اخـــتـــیار دپښتنو

راځــــــۍ چـــــــې د تــاریــــخ نــه د عــبــرت درســونــه واخــلــو راځـــۍ چــــې کــــړو تـــعـــقــیــبـه دغــه لار دپښتنو

د (غــــــنــی) پـــه پــلـــــوشــــــــو کـې (ولــی) لاره ومــونــــدلــه هــــر یــــو ئــي پــه خپل وخــت کې وسردار دپښتنو

( نسیم ولی) د نــــاز په خـــــوب ویـــدی غـنـچی کـړی ویښي کــــامیــاب غواړو اوس دلته (اسفندیار) دپښتنو

ولـــــی لاړو زمــــــونــږه دخـــوشــحــال او ایـــــمــل څـــنګ تــه ســـپــيــڅــــلـی پــيــښـــور دی لــــوی مــزار دپښتنو

د(بــابــا)پـــــــه وصــيــت کــې ســـــــــياســی بصـيرت ډير دی پــــــــه روح ئــــی مـــنـــوردی نــــنــــګرهــــار دپښتنو

هـــــــغــه وویـــل افـــــغــــان دپــــــيــښــور او کــــــابــل یـــو دې خـــــيـــبـــــر د تـــــــلــــــــو راتـــلــــو ده يـــولار دپښتنو

راځـــــــۍ ســره یــو شـــــــــو کــه یــــو نـــشــــو مــحــــوه کــیــږو حـــــوادثـــــو خــــتــــم کــــــړی انـــــتـــظــــــار دپښتنو

جــرمــن چــې دښــمــن بــیـــــــل کړ ســره بیـرته یو مــــلــــت شو راځـــۍچـــــې اوس راغــــلـــی داســــي وار دپښتنو

راځــــــــۍ چــې د نــفــــــــاق او بـــدبــیــنــۍ ریشــی کړو وچی راځــۍ چــې مــــونــــږ وانــخــلــو نـــور ازار دپښتنو

راځــۍ د طـــوفـــانــو مــخــې نــه یــوبــل تــه نـــــــژدی شـــــــــــو (محمود)ٰ او(فضل خان ) دی هم غمخوار دپښتنو

پــښــتــونــــه پــيــســتون کــې لــوړتــیـــا اوبــری ویـــــــــنــــــــم څـــرګــنــد دی پــــه وحـــدت کــې اقــتــدار د پښتنو

افغان ملت جوړیږی په تدبیر او په همت

خــاونــده خــزان نــکړی دا بــهـار دپښـتنو