پښتو ادب · شاعران
بسم الله پښتونمل
د بسم الله پښتونمل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
اي غرنى سمسور، سمسور هېواده!بشپړ شعر ولولئ
اي غرنى سمسور، سمسور هېواده!
بسم الله پښتونمل
پرخپل زخمي زخمي مخ وزغملې
خپله سينه دي
وه نيولې ورته
دا د ګورګين تيرو تيرو غشوته
دانګريزانو زهرجني داړي
ستاپه وجود څو واري ښخي
سولې
تا دنړۍ د ارامۍ په هيله
تا دروسانو مخ ته سپر كړ خپل ځان
له بدمرغو سره اشنا هېواده !
تاته وړې بدمرغۍ هيڅ هم نه دي
دا اوس خو ګورې ستا نا اهله بچي
نن دپردو په لمسون يو بل ته
ګواښونه كوي
هم له اسمانه پرتا اور وريږي
لا قسمت ستا دبدبختۍ په هيله وړاندي درومي
ستا دغه
وچ ،ډنګر وجود تراوسه
د ډيورنډ په توره دوه ځايه ده
او تردې دمه ايراني واكداران
غواړي چه پرې
دي د وجود ټوټې كړي
دوي هرماښام دغه خوبونه ويني
هم دغربي شين سترګو لويه ګله
ستا پر دې پاكه
اوسپېڅلې خاوره
ګرځي اوغواړي ستا بچي محوه كړي
ستا عظمتونه او وياړونه وژني
ستا ددي جګو غرو
سرونه وژني
او دا
ټوله ددې لپاره
چه دجهان له نخشې تا وباسي
خو ستا بچي هم ټول نا اهله
نه دي
دوي د غليم په مكر ښه پوهيږي
اوستا ساتنه پر ځان فرض بولي
نو !
اي غرنى سمسور، سم
سور هېواده!
زه خــــــــــو په زغرده هر غليم ته وايم
څو چه ژوند پردې جهان وي
څــوچه پا ته يو افـغــــان وي
تل به دا افـــــــغــا نستان
وي
تل به دا افـــــــغــا نستان وي
اى غرنى سمسور ،سمسور هېواده !
ته د
ښكلاوو ستر ټاټوبى ښكارې
ته دسركښو زلمو كور يې ګوره
تاكي ميرويس او احمدشاه لوي سوي
خير!
خير كه نن په سرو لمبو كي سوځې
خير كه دي غرونه پر پردو خرڅيږي
خيركه نن سوې د وسلو د ازمويلو م
ېدان
يادي بچي نن ديوبل سر كي مېخونه وهي
يا پاك قران ته ښوونځى كي د اسلام په نامه اور اچوي
يادي يتيم بچي نن خير له پردو نه غواړي
يادي پيغلوټې نن سوالګرې سوې پردو كوڅو كي
يا شين اسم
ان نن ستا دښمن سو پرتا اور اوروي
يادا غربي ليوان ناولي قدمونه ايږدي
ستا هندوكش ستا دسپين غر له
پاسه
ستا دپامير ستا د سور غر له پاسه
بس !
بس يو څو نوري شيبې هم وګوره
څښتن به بيا لوي
احمدشاه راولي
بيا به پردو نه ستا وجود وګټي
بيا به زردشت كي سر له خاورو پورته
د اويستا
كتاب به پرانيزي مخلوق به پوي كړي
بيا به بودا بيرته ژوندى سي ګوره!
خلك به پوي كړي چه نور دلته مرغان هم نه وژني
لږې شيبې د انتظار پاتي دي
بيا ملالۍ به ومېوند ته راسي
بيابه انګريز په شرمو و
شرموي
بيا به سورغر ستا د ميرڅنو په سرو وينو سور سي
نو!
اي غرنى سمسور ،سمسور هېواده !
م
اته معلومه ده ستا لويه سينه
پدې وړوټپو خبريږې هم نه
تا دچنګيز ها لوي توپان ليدلى
چه منارونه يې جوړ كړي و سرو نه دلته
تا دتيمور درنې درنې څپيړې
پرخپل زخمي زخمي مخ وزغملې
خپله سينه دي وه نيولې ورته
دا د ګورګين تيرو تيرو غشوته
دانګريزانو زهرجني داړي
ستاپه وجود څو واري ښخي سولې
تا دنړۍ د ارامۍ په هيله
تا دروسانو مخ ته سپر كړ خپل ځان
له
بدمرغو سره اشنا هېواده !
تاته وړې بدمرغۍ هيڅ هم نه دي
دا اوس خو ګورې ستا نا اهله بچي
نن دپردو
په لمسون يو بل ته ګواښونه كوي
هم له اسمانه پرتا اور وريږي
لا قسمت ستا دبدبختۍ په هيله وړاندي درومي
ستا دغه وچ ،ډنګر وجود تراوسه
د ډيورنډ په توره دوه ځايه ده
او تردې دمه ايراني واكداران
غواړي چه پرې دي د وجود ټوټې كړي
دوي هرماښام دغه خوبونه ويني
هم دغربي شين سترګو لويه ګله
ستا پر دې پاكه اوسپېڅلې خاوره
ګرځي اوغواړي ستا بچي محوه كړي
ستا عظمتونه او وياړونه وژني
ستا ددي جګو غرو سرونه وژني
او دا
ټوله ددې لپاره
چه دجهان له نخشې تا وباسي
خو
ستا بچي هم ټول نا اهله نه دي
دوي د غليم په مكر ښه پوهيږي
اوستا ساتنه پر ځان فرض بولي
نو !
اي غرنى سمسور، سمسور هېواده!
زه خــــــــــو په زغرده هر غليم ته وايم
څو چه ژوند پردې جهان
وي
څــوچه پا ته يو افـغــــان وي
تل به دا افـــــــغــا نستان
وي
تل به دا افـــــــغــا نستان وي