پښتو ادب · شاعران
ډاکټر حسن-په الوتکه کې
د ډاکټر حسن-په الوتکه کې پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
دهسک ګریوانبشپړ شعر ولولئ
دهسک ګریوان
ډاکټر حسن-په الوتکه کې
غم له غم نه نه شرمیږي لکه اوښکې
په خندا هم نه پو هیږي لکه اوښکې
په ماتم دشپې کتار دستورو څاڅکي
په ګریوان د هسک څڅیږي
لکه اوښکې
کا ش چې وړی ئې یو ځل وای غم تو پان وای
دم په دم په ما اوریږي لکه اوښکې
خا طرې مې دې هیڅ نه پریږدي بل غم ته
په خا طر چې مې بهیږي لکه اوښکې
دفطرت په بې رحمۍ شبنم ژړیږي
په رخسار دګل تویږ
ي لکه اوښکې
لپې لپې مې نیمګړي ارمانونه
په سرو
سترګو کې غړیږي لکه اوښکې
نه تم کیږي دخوښۍ لحظې (حسنه)
بې اختیاره روانیږي لکه اوښکې