پښتو ادب · شاعران
عبدالحليم همت ايوبزى
د عبدالحليم همت ايوبزى پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
لږ راتم شه لارويهبشپړ شعر ولولئ
لږ راتم شه لارويه
عبدالحليم همت ايوبزى
دا منظومه د عربي ژبې د جاهلي دورې د ستر شاعر امرالقيس الكندي ده، چې پنځلس سوه كاله وړاندې يې د عربو په سرو دښتو كې ليكلې وه د دې قصېدې ارزښت په دې كې دى چې له نورو شپږو
عربي قصېدو سره يو ځاى د كعبې شريفې په دېوال راځړېدلې وه، دا قصيده د ادب په نړۍ كې ځانګړى شهرت او ځاى لري چې د نړۍ
بېلا بېلو ژبو ته ژباړل شوېده، ما هم په پښتو كې د دې قصيدې اړتيا ولېده هوډ مې وكړ او ومې ژباړل چې اوس ستاسو په
وړاندې ده، د عربي ژبې نورې مشهورې قصېدې به هم را وژباړم او تاسو درنو ته به يې وړاندې كړم، هيله ده په اړه يې خپل
نظرونه راولېږئ.
عبدالحليم همت ايوبزى
لږ راتم شه لارويه
لږ را تم شه لارويه!
غم دياركې اوښكې
توى كړو
داچې نښې يې ورانې نه دي
ها دياركې اوښكې توى كړو
دلوا دسر دپاسه
په شګلنه ډيره كۍ
ددخول
، حومل ترمنځه
په دې پلنه ډيره كئ
داچې نښې يې لاپاتې
داچې اوس هم په خپل حال دي
ساتندوى د دې
بادونه
دجنوب او دشمال دي
داچې يو خوايې توضح دى
داچې بل خوايې مقرات دى
داچې پچو نه يې ډك اوس
ټول
ميدان او عرصات دى
داچې ډك يې هريولورى
دهوسو له تورو پچو
ته به وايې پچې نه دي
دي دانې دتورو مرچو
هاسهار مې نه هيريږي
آ چې بار پكې اوښان شول
ها چې پاتې شوم يواځې
اچې دوى رانه روان شول
دكيكرو لور ته لاړم
غلي غلي مې ژړلې
لكه مات څوك مړه غوني
اوښكې زما هسې بېدلې
ټول ياران مې راته راغلل
راچاپيرل شول خوا وشانه
وى يې مه ژاړه ملګريه
ځان ددې مړكه ، له خفګانه
خوهۍ شته رسم
دارس كې
زمابل يومسيحاڅوك
خپلې اوښكې تويومه
تردې نشته بل شفا څوك
نه چې داغم و يواځې
نورهم ډيرو ډير غمونه
ام الرباب ام الحويرث
چې ماسل كې يې كورونه
دهغوبيلتون بيل غم و
رڼې ورځې مې تيارې وې
هغو
هم وم ژړولې
هغه وخت مې سترګې سرې وې
چې به پاڅيدې خوارۀ
څه خواږه خواږه بويونه
ته وا باد دنسيم راغى
دلونګوپه باغونه
خونه داسې نوهم نه ده
چې ټول عمر مې خفګان و
داسې ورځې هم وې ډيرې
چې مې مل ښكلې
جانان و
نه چې ټول عمر ژړيږم
داخو جز و په يو كل كې
هغه ورځ عجبه ورځ وه
هاچې وم داره جلجل كې
هاچې ماكړله حلاله
خپله اوښۀ جينكوته
هاچې وږې وې په لار كې
هاګلرخه جينكوته
اوسامان زم
اداوښې
يې تقسيم كۀ په اوښآنو
هرچاخپله برخه يوړه
هرچانيم كۀ په اوښآنو
هاغه هم عجب منظر و
چې
داوښ غوښې پخې شوې
ټولو وخوړې تربسه
ټولې جونې پرې مړې شوې
پسته بل عجيب منظر و
پر بوټيو ويشته پيل
شو
ځونډي دارو سپينو وازګو
پر پوټيو ويشته پيل شو
هغه ورځ چې ورداخل شو م
كجاوې دعنيزې ته
هغه ورځ چې ورنږدې وم
ډيرنږدې وعنيزې ته
هغه ورځ چې په غوسه وه
هغه ورځ چې يې ښيرې كړې
ويل يې مړشې ،زماښپې
به
بياله پلي مزل سرې كړې
ويل يې زمااوښ دې ټپي كړو
هله ژركوه تلوار كړه
هله اوښ نه مې كوزيږ
ه
هله ژرشه خداى دې خواركړه
دايې ويل په داسې حال چې
كجاوه وه ، كږه شوې
كجاوه ديوه تن وه
داپه دوه
وه كږه شوې
ماويل پريږده داوښ واګې
ځي دې هرخوا ته چې درومي
ماشړه مه دې مېوونه
داكميږي نه په شوم
ي
مړې ستاپه شانې ډيرې
بلا انجونې راپسې دي
جونې څه چې اميدوارې
پس لنګونې راپسې دي
ستاپه شانې ډيرو انجونو
ته دشپې يمه ورغلې
اميدوارو پس لنګونو
ته نږدې يمه ورغلى
دوى به خپله ماته ګرانې
يو شيبه كې شوې مايلې
په مستې به راسه سرشوې
له بچونه وې غافلې
په يوڅنګ به شوې وروړاندې
چې ماشوم به په ژړاشو
نورې وې به زماغيږكې
ټول نظر به يې په ماشو
دغونډې په سر يوځلې
تقاضايې نه منله
يوم
ظبوط قسم يې وكړ
استثنا يې نه منله
ماويل پريږده فاطمې نور
دانخرې مه كړه په خلاشه
اوكه غواړې چې جلاشې
نوبيابېله په رضا شه
ته غره يې چې ستامينه
به مامړكړي بې اجله
ياچې زړه ته مې څه وايې
نومني به
يې هركله
كه زماياري دې بدې
يادې بدې كوم عادت شي
نوبيازړه كه رانه صبر
زمازړه به هم راحت شي
په ژړا دې هم پوهيږم
داچې كله ليمې سرې كړې
داته غواړې په دې غشو
زمازړه زرې زرې كړې
زه ورغلې
هاخيموته
چې چانه شو وركتلې
هاغه سترو جينكوته
ښه ډاډه يمه ورغلى
ښه ډاډه يې خواته ناست وم
زره
نه يم ويريدلې
زه له هاپيرو اوښتې
زه له هاپيرو راغلى
چې ټول وريت وو له غوسې نه
خوكاش څه يې شواى
كولاى
چې مې وږي مرګ ته ناست وو
خوكاش زه يې شواى وژلاى
هوورتلم چې په اسمان به
ثريا په ځليدو شو
لكه هار دمستې پيغلې
به هرخواپه ځليدو شو
زه ورتلمه داسې وخت كې
لآلي يه نه و په غاړه
بس دخوب جامې
په تن كې
نوركالي يې نه وو په غاړه
نوركالي به يې ويستلي
دخيمې ترپردې شاته
خوب يې نه وو بې له م
انه
انتظار به ناسته ماته
چې يې وليدم نو ويل يې
تابانې كړې زماختمې
تانه لار دخلاصي نشته
تالانې
كړې زماختمې
بس په خداى مې دې سوګند وي
ته بې لارې به سم نه شې
ته عجبه ليونې يي
په هيڅ لارې به سم نه
شې
چې به اووتو پېرو نه
دې به خپل سالوراښكلو
دپښوښاپې به شوې ورانې
دسالو په راښكدلو
چې به
تيرشو قبيلې نه
او ميدان ته به نږدې شو
چې چاپېر ه ترې غونډۍ وى
نورومان ته به نږدى شو
له كمڅو به مې
راكش كړه
شوه مايله به زمالور ته
نرۍ ملا پيړې پنډۍ به
ښه راټيټه شوه له پورته
نرۍ ملا اوچسپه ګيډه
تكه سپينه ځليدله
سينې سپينې اومهينې
دهندارې په څير ګله
دوجرې سيمې هوسۍ ده
يوه سترګه باندې څ
اركړي
په يو مخ و ماته ګوري
او بل مخ رانه كينار كړي
دهوسۍ په څيريې غاړه
خوبدرنګه لويه نه
ده
هوګاڼه يې هم په غاړه
خالي غاړې سويه نه ده
تكې تورې تورې زلفې
يې په ملاښايسته پرتې دي
دكجوري
دګنګوري
په څير ګڼې دي ، پستې دي
او اوږدې اوږدې كمڅۍ يې
ان ترښپو پورې رسيږي
تردې چې پاس دڅ
ڼو
پستو زلفوكې وركيږي
ته به وا دظب چينجي دي
نرمې ګوتې سره سرونه
سپينې سمې لكه وي چې
داسحل سپين
مسواكونه
دادمشكو ډك پالنګ كې
ترغرمې پورې ويده وي
ملانوڅله تړي كارته
چې بې شميره خدمه وي
ته به وا دراهبانو
يولارښوده مناره ده
په سپين مخ يي رڼاكړې
دشپې هرتياره ده
نو په دې رنګه
ښكلانه
زاهدان هم نه صبريږي
بيالاداچې دبوډيانو
او وړومنځ كې دريږي
خو ټول خلك چې پاخه شي
له دې
كاره راوزګارشي
خو زمازړه ستاله مينې
خداى خبرچې توبه ګارشي
ستادمينې په بآره كې
ډيركسان دي ماشړلي
ماپه سخته ځوآب كړي
ناصحان دي ماشړلي
ستاپه مينه كې راغلي
په ماډيرې داسې شپې وې
تورې تورې ډارونكې
ته بۀ وا دسيندڅپې وې
دوى راوړي ډيرغمونه
دوى غوښته ماامتحان كړي
دوى غوښته چې مابې زړه
كړي
دوى غوښته ماپښيمان كړي
ماپه دغه وخت كې ووې
دې اوږدو او درنوشپوته
په ملانيغې سينه وتې
شاراويستې تيارورته
چى شپې ژركوه روښان كړه
دسباروښـانه لورى
خوسباترتاښه نه دى
له سبا هم يم
زړه تورى
هغه شپې عجبه شپې وې
دسبا درك يې نه و
تكه توره تياره وه
درڼا درك يې نه و
تابه وې
په لويو تيګو
پورې ستوري دي تړلي
دكتان په څورسيو
چې نه خوري دي تړلي
ماډيرځلې ستادپاره
داوبو
ګوډي راوړي
له ډير لرې خولې نيولي
په اوږوګوډي راوړي
زه ډيرځلې ستادپاره
ډيرو ژرندونه تيرشوى
وې
دخره ګيډې ته ورته
داسې كندونه تيرشوى
چې نارې پكې وهلې
وږو وږوشرمخانو
ته بۀ وى مات جوارګردى
چې
وي پلار دڅوبچيانو
ده چې چيغه كړه ماوويل
ته مې وروريې زه دې وروريم
ته غريب زه هم غريب يم
ته بې
كوره ، زه بې كوريم
موږ چې څه هم لاس ته راوړو
يوسات لاس كې بياپناه وي
څوك چې دغه كانې كاندي
تل په
برخه يې ژړاوي
هاغه اس باندې به سوروم
چې ښه چاغ كم يې ويښته و
دومره وخته چې مرغان بۀ
لاپه ځآلوكې
ويده وو
هغه اس عجبه اس وو
تيزچارګام به ځغلېدلو
مخكې وروسته تۀ په منډه
په تيزئ راګرځيدلو
هغه اس عحبه اس و
ډيرچټك ډير يې هيبت وو
څومره لوى څومره چټك و
هرعادت يې دصفت وو
ته به واچې لويه تيګه
كوم سيلاب ده مخكې كړې
په ټوپونو ښكته درومي
دغره اب ده مخكې كړى
څه نرۍ مزې يې ملاوه
چې
خپل زين ترې خويېدلو
نورسپاره پرې نه شوتللى
ومهين ترې خويېدلو
وه دسيندمهنيه تيګه
چې باران ترينه خوييږي
چې پرې ښپه ټينګيدې نه شي
ټول شيان ترينه خوييږي
خونه دومره خوارهم نه دى
چې په لاره
نه شي تللى
مزى دى خو چټك درومي
بل يې نه شي لاندېيستلى
چې تيزۍ كې به خوله شو
ترپهاريې به شروع كړ
و
لكه ديګ په جوشيدو شي
يوشغار بۀ يې شروع كړ و
چې به نور و تيز اسو نو
له ښپوپورته كړه ګردونه
چې
به ستړي وو ستومانه
چې رالنډ به يې ګامونه
دې به بيا په داسې وخت كې
دبآران له څاڅكو تيزو
دتيزۍ م
ثال يې نشته
له چارګام يې پورته خيزو
دومره تيزچې سپكې سپوريې
له ملاايسته غورځولو
كه ماهر سپور به
لږ ټينګ شو
له جامويې خلاصولو
تابۀ وى چې دكوچنيانو
كاغذي پرپره كى دى
تيزتاويږي اوشغيږي
پرم
خ ځي پرپره كى دى
داسې تيزلكه ماشوم چې
لاس تيز مخكې وروسته وړينه
چې يې تاو پرپره كى شي
چې پوره يې
دزړه مينه
دهوسۍ په شان يې تشي
دفيلمرغ په شان يې پښې دي
دليوه په شان يې منډه
دګيدړعادات پكې
دي
نه په ويره ګيدړ نه دى
دګيدړ وهي ټوپونه
دى چارګام مخ ته روان وي
شاته پاتى نور اسونه
بلا اس دى بلاشى دى
بلاهرڅه نه چالاك دى
خوبى شرمه ګوره نه دى
ښه باشرمه حياناك دى
خپل عورت
يې هميش پټ وي
په لكۍ اوږده مهينه
سينه پراخه لوى اندامې
جلبوي دسړي مينه
ته واملايې پلنه
تيګه
چې خوشبوپرې ميده كيږي
ياټكې پرې مړغوني
يانكريزې پرې ټكيږي
په سينه يې داسې ښكاري
دمخكښو
غواوو وينې
ته وارنګ دې دنكريزو
په ږمنځې ږيرې سپينې
په دې حال كې راښكاره شوې
سارانۍ مستې
غواګانې
ته به وا د دوار بت وې
باكرې منجورانې
نوې پيغلې نوې نوزې
له دوار كړي طوافونه
يې اغوستي سراپادي
لوى پراخه څادرونه
چې يې پام شو ځموږ لور ته
نوپه ځغاسته شاته لاړې
تورې سپينې تيت پرك شوى
پناه ګاه ته شاته لاړې
ته وا اميل دخرمورو و
چاشريف ماشوم په غاړه
چې له مينې پرې ټپيږي
ماماګان
اوترونه دواړه
چې اس وليدې دادومره
ترهيدلې ښكلې غواوې
په يوترپ ترې مخكې لاړو
ته واپښې يې په هوا
وې
په يو رپ كې يې راګيركړې
دغواګانو مخكښانې
دومره ژر چې منظم وې
لاها روسته راروانې
يوه
غوا اويو غوايي يي
كړه په بيړه كې رالاندې
دومره ژر چې خوله نه و
وچ لرګې و لاندې بآندې
بياپه دوه ډلو تقسيم شو
ټولو غوښو پخوله
چاكټوۍ وه باندې كړې
چاسيخانوكې منډله
چې له دې كاره راخلاص شو
نوم
اښام و راروان شو
داس نوره ښكلا هيره
خوچارګام و راروان شو
دښـكلا ادراك مو نه شو
برسيرن مو ورته پام و
اساني موكړه كتوكې
نورناوخته و ماښام و
په ملازين اوخوله كې واګې
ماسره ماته ولاړ
و
وفادار وښوته نه تۀ
ټوله شپه ماته ولاړ و
ياره دغه بريښنا ګورې
ښه مثال يې بويه دادى
ته واتكه
توره وريځ كې
پړق دلاسو دليلادى
دابريښناده زماياره
چې پړقاكوي ځليږي
كه ډيوه دكوم راهب ده
له
پلتې غوړې بليږي
چې وي ټوله شپه روښانه
سپيده داغ پورې رڼه وي
سخته تاوه په لاسونو
ښۀ اوبدلې يې پلته وي
موږ ترډيره سوچه روسته
لږ څه كيناستو دمې ته
دعذيب اوضارج منځ كې
ناست وو دغه نندارې ته
موږ په عينې ننداره كې
دباران په انتظار وو
پاس مووريځو ته كتلى
موږ بې كوره ناست په لارو
ته
واښې لورى دوريځې
غره دقطن باندې اوري
اودچپ لوري شيبې كا
په ستار اويذبل سوري
كتيفه كې چې باران شو
اوبه دومره بهيدلې
چې يې پړمخې په زوره
لويې ونې راښكدلې
دبآران يوڅوشيبې ًبيا
له قنان غره شوې راتيرې
له هرناوشولې راكوزې
سارانۍ اوزې له ويرې
په تيماء كې بل حالت و
هيڅ ولاړه ونه نه وه
سيلابونو وي ويستلې
صافه ،شاړه ونه نه وه
نه خيمه چيرته ولاړه
نه ترې پاتې كوم مكان و
يوڅوكلك
كورونه پاتى
باقي شاړه وه ميدان و
دبآران په پيل كې څوكه
دثبير دغره وه داسې
ته وامشردكوم قام دى
ترى چاپيردي شړۍ خاصى
مجيميرته مې چې خيال شو
په سبا ددې باران كې
دغه څوك په بل شان
وه
بل رقم وه دې زمان كې
خواوشايې ټوله پټه
په خاشاكو اوپه خس وه
واكټوه دڅرخې وه
ياكټوه دډانډس
وه
دعبيط په لويه دښته
وريځې واچول بوجونه
يماني تاجرپه رنګ چې
چيرته واچوي پنډونه
دجواء
مرغان سبادى
بيامستي كړي په شباب دي
ته واټوله شپه يې څښلي
دانګورو هاشراب دي
چې دانې دتورمرچو
يې اوبو كې وي ورګډې
اوبيادانشې يې سارته
زمزموكې وي ورګډې
خو جواكې ددې ورځې
مازيګر دياديدو دى
څه خفه مازيګرې و
خفه نه د ژړيدودى
ټول څاروي باران وژلي
له چاپيره يې راوړي
تنې پټې په
اوبوكې
ښه بې شميره يې راوړي
سړي څه ووايي څه دي
داخواران په غركيدو كې
ته واسټې دي دپيازو
چې لام
بو وهي اوبوكې
۲۸-۳-۲۰۰۷ دسى شنبې ماښام
كابل شمشاد