د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

خاورې عبدالقادر

د خاورې عبدالقادر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

مشورهبشپړ شعر ولولئ

مشوره

خاورې عبدالقادر

په اوسنیو حالاتو کې افغان قوم ته مشوره

افغانه سر دومره جګ مه وړه چې تر داره رسي
نه دومره ټیت شې چې دې سر خلک تر پښو لاندې کړي

نه
دومره تریخ شې چې دې خپل پردي له خولونه توی کړي
نه دومره خوږ شې چې دې ټول خلک تر خولو لاندې کړي

نه دومره سخت شې چې د خپل جانان تندی دې مات کړې
نه دومره پوست شې چې رقیب دې تر غاښو لاندې کړي

۰۲/۱۱/۲۰۰۴

لاسونهبشپړ شعر ولولئ

لاسونه

خاورې عبدالقادر

لکه یتیم به درته لرې نه ترڅوپسخېږم
ترڅوبه تاو داستا له ِغاړې وي
پردي لاسونه

دا ستا نه ځکه دهرچا لاسونه ښه تاویږي
ما مې پخپله دي پرېکړي خپل قوي لاسونه

لاسونه نشته تش لستوڼي مې له ځان راتاوکړه
خو چې رقیب درنه پوی نه شي چې نه دي لاسونه

زه
او ازل به لا ترڅو لاس او ګرېوان وو سره
وهي منکر به له تقدیر ستا په پيکي لاسونه

زه ستا له دره
همېشه داسې وتلی یمه
لکه یتیم چې له خیراته ځي خالي لاسونه

ربه زما د قربانۍ به بس همدا صله
وه
چې پاکه کونډه مې د خان صاحب وینځي لاسونه