پښتو ادب · شاعران
محمد نعیم اخلاص
د محمد نعیم اخلاص پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
زما خاورهبشپړ شعر ولولئ
زما خاوره
محمد نعیم اخلاص
زه به سل ځله تري زار شم
كه يي سل ځلي پكار شم
زما تن ده زما
خاوره
تري قربان زه په څو وار شم
كه په بده څوك ورګوري
ورته سترګو كي به خار شم
ستا به نوم زما په خوله
وی
له ګړنګه كه ګذار شم
دا وړوكي ښار مي زړه دي
صدقه شم له ننګرهار شم
چه بهار شولو خزان ستا
زه به هم
خپله بهار شم
چه دی نوم زما په خوله شي
نو بيا څو ځله تكرار شم
ستا په غيږ كي د هر بوټي
چه تر وينو م
ددګار شم
چه په لاس يي جوړولي
زه دي بيا هغه نجار شم
د نعيم ارمان په زړه دي
ستا په خاوره چه هوښيار شم