پښتو ادب · شاعران
پروفیسر خالق رشید
د پروفیسر خالق رشید پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
آزادي ؟بشپړ شعر ولولئ
آزادي ؟
پروفیسر خالق رشید
آزادي ؟
لکه چې خوب مې لیده ... ؟ !!
پرتایې ښه بدنام کړم ،
دتا دمینې
په تورېې ما ته سندرې ووې ،
ما ته یې سازونه وکړل ،
له تاسره یې زما دوصل دنیاګۍ غوټه کړه
او ستا نوم
یې زما له نامه سره
دپاک کتاب تر سیوري لاندې ،
په اوداسه په سپیڅلتیا ولیکه ،
او ټولو چغې
کړلې ....
چې مبارکه دې وي ... !!!
اوما هم ومنله ،
په لونګین مشکي آس مې را سره کینوله ،
دامیلونو مرغلرو یې
بیا
دمشکی آس له طلایي زین څخه
دبدو سترګو جادوګر غرونه ټول وسوځول
او ما داخپله
بدرۍ
په خپل پښتون کاله کې ټیټه کړله ...
ټولو داوستایله ،
ټولو داووې چې په وینو به یې ساتو موږه
ټولو دا ووې چې (( پښتون )) (( آزادي ))
دیوې آرین ګوتې خیالي غمي دي .
چې دهغه په ګوتې ښکلې ښکاري
ټولو داووې اولایې هم ترغوږ و راکوي ...
چې چا تراوسه ستا په مخ کې کله
هغې ته سپک غوندې
کتلي نه دي ...
لکه چې خوب مې لیده ...
ټول اوس هم وایی وایی ...
زما ددغې لیونۍ مینې خوږې
سندرې
خو زه پوهیږم چې داټول دروغ دي ،
ټول دروغ دي ،
زما دزړه په درد لاهم لوبې کړي
لامې په
هم هغه کیسه غولوي
ځکه که داسې نه وي ،
نو مادې پریږدي ، پریږدي ...
چې آزادي مې مل وي ،
اوپه درواغو دې زما وینې پرې نه تویوي ،
زه آزادي پیژنم ،
ما له هغې سره دژوند یوه اوږده یارانه
په خوږه مینه او پښتو کړې ده ،
زه هغه پیژنمه ،
او ما هغه پیژنې ...
چې زمو ږ بې له یوه
بله ،
کله هم ټیکه چیرې شوې نه ده ...
ځکه نو ، ځکه نو
هغو پردیو ته لږ دا ووایاست ..
موږ آزادي
پیژنو ...
اوپه درواغو دې زموږ وینې پرې نه تویوي ،
اوپه درواغو دې زموږ وینې پرې نه تویوي ...
نوي ډیلی
د ۲۰۰۷ داګست ۱۸