پښتو ادب · شاعران
عبدالشکور جواد
د عبدالشکور جواد پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
د یار سترگی وړندی شویبشپړ شعر ولولئ
د یار سترگی وړندی شوی
عبدالشکور جواد
یار د ډیره شرمه نن جانان ته کتی نه
شی
ماته ملامت دی نو ګریوان ته کتی نه شی
نن چی افسانی زما د مینی بوړبوکو کی دی
جان له ډیره شرمه بیابان ته کتی نه شی
گټه رقیبان په ناروا چی ترینه اخلی
ځان یی قیمتی دی وخپل ځان ته کتی
نه شی
بیا د هغه یار زه په وصال ولی خوشال یم
مین یی چی په قرب بل افغان ته کتی نه شی
مخکښی د جفا نه چی به یی زه کړم په لړزه
اوس د رقیب خواکی هغه شانته کتی نه شی
ای رقیبه
ته خوبه د سپی په شانته مړشی
یار به له دی پس نه بل حیوان ته کتی نه شی
د جواد سره جفا دی وکړه ولاړی
ځکه اوس په مینه و انسان ته کتی نه شی
غزل --------بشپړ شعر ولولئ
غزل --------
عبدالشکور جواد
د سحر په ژبه یار می خبر راور
اسویلی یی د نسیم په سحر راوړ
د رقیب ټولی ناکردی یی راته اووی
په سحر کی یی د شمعی چی سر راوړ
ډیر جامونه
می کړل تش په میخانو کی
تورو سترگو چی د خمرو اثر راوړ
ډیری شمعی په مزار زما ستی شوی
چی وم
اته خنده رویه سفر راوړ
زه جواد چی د ساقی په لاس کی جام شوم
نوی نوی عذابونه سقر راوړ