پښتو ادب · شاعران
حبيب الله روحاني
د حبيب الله روحاني پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
سندريز احساسبشپړ شعر ولولئ
سندريز احساس
حبيب الله روحاني
څنګه شپيلوکي دشپنيو کړي مزه سندره
هسي اح
ساسه درنه غواړم يودرنه سندره
دزړه بړاس پکي راوباسه له شرنګه سره
رامي وړه خيال کي ورته رنګ
شاعرانه سندره
پکي الهام دنوو هيلو په ارمان راوله
هم دبلبلو له خولي وکاږه پسته سندره
خيالي قصه په عشقي ژبه دمستيو وکړه
په جام دهيلودي کړه هرمازيګر خوره سندره
خالي دي
زړه له انديښنو کړه زما دژوند ملګريه
په کلي کور وايه دګوړي رنګ خوږه سندره
دا شافيري مي دزړه
کښينوه پرنوک دقلم
چه دافکري کاتب مي وليکي پخه سندره
چه دي کړه مست په ګلاليو ټپو مست خيالونه
((روحاني ))هم درته ليکلي يو شپنه سندره