پښتو ادب · شاعران
محمد صابر عزيز
د محمد صابر عزيز پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
5 خپاره شوي شعرونه
څلوريځهبشپړ شعر ولولئ
څلوريځه
محمد صابر عزيز
څلوريځه
چې زنځير مې
د جنون لاسو کې پرېوت
عجيبه غوندې حالت مې زړه کې پرېوت
ما ويل لاړې د ټول عمر مسافر شوې
چې د تورو تمبو زور در پسې پرېوت
saber_aziz@yahoo.com
محمد صابر عزيز
پښتونبشپړ شعر ولولئ
پښتون
محمد صابر عزيز
دا پښتون دى دغه خان دى دا افغان دى
دا څښتن د هند و
پاک افغانستان دى
دا ټبر ټوله نړۍ کې دى تيت شوى
له هيبته يې په ډار کې ټول جهان دى
نړيوال يې چيرته نه پريږدي آرام ته
وايې ورک يې کړئ دا قوم ډېر با ايمان دى
په نړۍ کې چې
نن اور چيرته بليږي
دغه اور بل د غريب پښتون په ځان دى
چې پيدا شول غلامان په دې ټبر کې
رانيولئ
يې په دوى پسې کمان دى
که دا لوى آټم بمونه پري وريږي
سربه ټيټ نکړي خادم د پاک قران دى
سرښندنې کړي اتلان يې په ډګر کي
تل ولاړ توره په لاس په هر ميدان دى
که راټول شي دا
تورزن په يوه ځاي کې
د (( عزيز )) دغه يو سر تيرينه قربان دى
saber_aziz@yahoo.com
څلوريځهبشپړ شعر ولولئ
څلوريځه
محمد صابر عزيز
چې زنځير مې د جنون لاسو کې پريوت
عجيبه غوندې
حالت مې زړه ته پريوت
ماوې لاړې د ټول عمر مسافر شوې
چې د تورو تنبو زور راپسې پريوت
څلوريځهبشپړ شعر ولولئ
څلوريځه
محمد صابر عزيز
قلم مې دي را آخستئ ټول جهان به لړزومه
ټوپک مې غورڅولې خپل څان به جوړومه
سياليو ته وروځم لوځ سر بربنډې پښې
تعهد مې دي کړه خپل وطن به جوړومه
د يتيم اوښکېبشپړ شعر ولولئ
د يتيم اوښکې
محمد صابر عزيز
ورځي شپي مياشتي کلونه انتظار دي
د شهيد په مزار ناست څو يتيمان دي
دخپل تللي پلار راتلو ته شيبې شماري
د سرتوري مورپه غيږ کې په ګيريان دي
لوږي تږي سرسرتور بربربنډي پښي دي
ناست تر شنه آسمان دلاندي حک حيران دي
مور نه هره شيبۀ غواړي دسيني پاکې شيدي
مور د لوږي نه سينه کې ورک پستان دې
کلي کور کې يې ځوک نه پريږدي په آرامه
وايې ورک دشي بې پلاره ماشومان دي
ربه ته په دي بيوزلو ورحميږي
ستا دلار ي دشهېد معصوم بچيان د ي
کونډه مور يې په کورو خيرونه غواړي
سپين تندي باندي يې نښي دايمان دي
چې ((عزيز)) دا نن حالت دخلکو ګوري
له جهانه ورته ښه ټول شاعران دې