پښتو ادب · شاعران
عزيز صيديخيل
د عزيز صيديخيل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عزيز صيديخيل
زه که خاندم زه که ژاړم ته را ياد شې
زه چې څه له خدايه
غواړم ته رايادشې
زه چې مينه دمنصور دلته په زړه کې
په پښتوژبه کې ژباړم ته رايادشې
زه چې کله دښکلا په ميحورڅرخم
چې په کومه خواتر ې لاړم ته رايادشې
زه چې حوري دجنت له فکره
تيرکړم
بيا هم ستا سترګوته اړم ته رايادشې
دعزيزپه نظرځمکه اواسمان يې
ستاپه غونډه ځوانۍ
وياړم ته رايادشې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عزيز صيديخيل
زماپه ژونددې پوره نه وه خو انکار دې نوائ
داسې وعده دې وه شيرينې انتظار دې نوائ
خيردئ که ما ته دې کنځل کول غو سه دې کړ له
خوداسې ځاي دې وه چې زه او ته اغيار دې نوائ
چې مودمينې قيصې يوبل ته کولا ي سره
په دې قيصوکې بې له موږدبل چاکاردې نوآئ
دزېړوګلودسپرلي دشنه چمن ملياره
يادې بخيل نوه په مينه ياملياردنوائ
چې راته ودې ويل چې مه مې تنګوه عزيزه
هغه مې بس ؤپرې دپاسه بل ګذاردې نوائ