پښتو ادب · شاعران
عبدالله همدرد
د عبدالله همدرد پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
زړه مي نه ودرېږيبشپړ شعر ولولئ
زړه مي نه ودرېږي
عبدالله همدرد
زه كه نه وايم زړګئ مى نه ودريږي
په مظلومو افغانانو ډير درديږي
شپه او ورځ خپلو كى دوى كوي جنګونه
قاتلان ئى كړل ځانونه نه شرميږي
چه افغان ورور يى مړكيږي خوشحاليږ
ي
پريږده دوى چې لږ قدرت ته ورسيږي
نه د كونډو يتيمانو څه پروا كړي
نه د وږو د حالاتو نه خبريږي
څوك په
مخ كى يى خبر كولاى نه شي
ځكه دا چى قوماندان صاحب قاريږي
چى نظر و كړم د ګل په شان هيواد ته
خاريجيان يى
ورانولوته ګواښيږي
څوك به وكوي دفاع له دى هيواده
ټول غرمى پورى كوي خوب نه پاڅيږي
نور ملكونه دي سپوږمى
ته رسيدلي
افغانان په تاريكيو كى لوغړيږي
اى همدرده هسى سر به دى په درد شي
خداى وهلي اميران نه اصلاح
كيږي