د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

غلام نبي شاکر

د غلام نبي شاکر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

غلام نبي شاکر

زلفې دې کږي نه شوي ایله سولې

بیا مې تلوسې بې حوصله سولې

تیره شوي په ترڅ دې راته وکتل

ودې خندل بیا کږه وږه سولې

زه دې دراتلو لاره کې
ګل ومه

نه دې کړمه بوی اونه دمه سولې

ما چې ستا په مینه کې ساه ورکړله

ته
مې مسیحا دژوندانه سولې

ما باڼه پر لار درته فرش کړي وه

ته ولاړې په زړه کې مې دیره سولې

ولاړه ځواني تیره سوه بیا نه راځي

ډیرې ارزوګانې مې لمبه سولې

زه دې م
نندوی شومه شاکر شومه

ته چې مې پر سر باندې سایه سولې