د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

کريم الله (کريمي)

د کريم الله (کريمي) پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

سر ببره نجلۍبشپړ شعر ولولئ

سر ببره نجلۍ

کريم الله (کريمي)

زموږ د کلي سر ببره نجلۍ
زموږ دکلي ها بې موره نجلۍ
هغه بې پلاره ها بې
وروره نجلۍ
چېرته يې بیا د خان کالي وينځلي
هغه د غم په لمبو توره نجلۍ
ستړې ستومانه ده په شګو پرته
له ځان
بې ځانه ده په شګو پرته
هغه بې کسه ها بې څوکه نجلۍ
خدايه پرېشانه ده په شګو پرته
د مور او پلار له مينې لرې پاتې
خواره او زار له مينې لرې پاتې
اوس زندګي د غرو لمنو کې کړي
د دې ديار له مينې لرې پاتې
چېرته پنډونه
به په سرچلوي
درانه بارونه به په سر چلوي
يا به په غرونو مې لرګي ټولوي
يا به يې لور په لاس رسۍ په ملا
کې
چېرته به لو کوي لوګره نجلۍ
زموږ د کلي سر ببره نجلۍ
ورته حيران شمه چې ويې وينم
بې حال له ځان شمه چې ويې
وينم
څومره غيرت او څومره صبر لري
ولا ناتوان شمه چې ويې وينم
چې ماشومانو به په تيږه ويشته
هغه په حسن
زوروره نجلۍ
ګرځي به چېرته بيا په شاړه باندې
اميل دغم به وړي په غاړه باندې
بيا به وي چېرته په کوم رود کې
پرته
يا به پرته وي د سيند غاړه باندې
زموږ د کلي ها بې موره نجلۍ
هغه بې پلاره ها بې وروره نجلۍ
چې ده له کلي تربورانو کښلې
له خپله کوره ظالمانو کښلې
چېرته سلګۍ به د ارمان وهي بيا
چېرته قدم به په بيابان
وهي بيا
نازکې پښې يې له اغزو نه ډکې
څيرې جامې يې پيوندو نه ډکې
د خوړ له شګو يې خاطرې وګورﺉ
شوې تورې زلفې يې
ګردو نه ډکې
کله رمې پيايي د غرو لمن کې
هغه چوپانه سرګردانه نجلۍ
پخوا د پېغلو د ګودر مشره وه
اوس شوه د
ټول کلي نادانه نجلۍ
راشه ناترسې زمانې ته ګوره
اوس يې په کوم رنګ مشهوره کړله
چې يوې مړۍ پسې څو وره
ټکوي
هغه د ټول کلي سرداره نجلۍ
اوس د يوې مړۍ ډوډۍ پسې به
ورځي د خان کره به لوښي وينځي
بيا به يې پسونو ته
واښه راشکوي
يا د بچيانو به يې پښې پاکوي
يا به يې ل کوي لوګره نجلۍ
زموږ د کلي سر ببره نجلۍ
زما قلم يې په
ژړا ژړا کې
له غمه ډک ژوندون انځور وکاږي
زما زړګی هم په سلګو سلګو کې
دي افسانې ته خپلې وينې تويې
د خيال
وزرې مې کيسه جوړوي
د دې د ژوند هغه انځور کاږي
چېرته چې دې به په کې ژوند کولو
هغه د شګو محل هغه کوډله
يادوي
چې به يې هر سحر جوړه کړه
بيا مازديګر به ورته باد ورانه کړه
هغه د تيږې بالښت نه هېروم
چې دې پرې هره
شپه برې سر اېښوده
تېر به شو وړاندې د ګودر په وړاندې
اوس د ګودر به څو خبرې وکړو
هغه چې دا به مازديګر ورتلله
سره د پېغلو په چکر ورتلله
نه ځي اوس هلته د دې کلي پېغلې
ها د ګودر خوږې اوبه ترخې شوې
نه په کې نښې د م
نګيو پاتې
نه په کې شور د شنو بنګړيو شته
خزان په هر يو شينکي بوټي راغلی
نه يې ګلان نه يې کبلې پاتې
چينار
يې هم په وچېدلو کې شو
چې کله تللې تر نښتره نجلۍ
ها زموږ د کلي سرببره نجلۍ