پښتو ادب · شاعران
سيدالرحمن فقيرزى
د سيدالرحمن فقيرزى پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سيدالرحمن فقيرزى
ته چې ښکلې سترګې دا خوا او ها خوا اړوې
په یوخوا او بل خوامې دزړه دنیا
اړوې
نن دې چې زلفې بیا شاته څنډوهلې یاره
ښکارې چې دنړی تیارې په رڼااړوې
دزړګې مې داسې
میلمه شوې ګرانه جانانه
ته وا مرګى یې پرکوم چامیلمستیااړوې
دټولوپه مینځ ګې چې ته ما ته ډېر راګورې
ښایي ددرستوشکونه په ویسااړوې
ته چې له نازڅخه هره ادا ډکه کوې
فقیرزیه یوه ورځ مې په بلا
اړوې