د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

باقي بالله

د باقي بالله پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

شعربشپړ شعر ولولئ

شعر

باقي بالله

خيال کړه ته تر ګنډه نه سې

داسي لوڅ لغړ خدائ مه
وائ راباندي ليدلئ

رسوا سوئ په شرمونو شرميدلئ

يو ته نه يې که سيد پير
اوفقير دئ

پروا نه کوي په هيڅ قران وهلئ

مولاناصاحب کړه سپينه جامه
توره

که مخلوق دئ که خالق دواړه ترټلئ

هم خدائ غواړي هم خورما وارث د دين
دئ

وي په مخ د هر اتڼ کي غورځيدلئ

داسي ګرم دئ بازار د دين فروشو

چي
داهسي چا په خوب نه دئ ليدلئ

خيال که ته ترګنډه نه سې ابوالفضله

دغه دهر ، هر فاضل دئ شرمولئ