پښتو ادب · شاعران
زرمنيه سيلۍ
د زرمنيه سيلۍ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
تل يوازې خوبونه ګورم؛بشپړ شعر ولولئ
تل يوازې خوبونه ګورم؛
زرمنيه سيلۍ
تل يوازې خوبونه ګورم؛
چي ریښتیا به شي او که نه؟
هسې نه چي آرمانونه مې
ټول خاورې ایرې
او ښخ مې په زړه پاتي شي
خو
بیا هم یوه هیله لرم
چي دا خوبونه مې
تل د لارې مل وي
خو د هغو د تصویر خاوند به
مې د ژوند سیورې
او د زړه سکون وي
که یوازی نه وای
نو دا مې ویل
چي ای
رنګینو خوبونو
نور نو ماته مه راځۍ
ځکه د ژوند تمه مې نشته نوره
نه تسلیمیدل غواړم
زه
خو ته بیا هم ښه یې
تکیه یې زما
اسرا یې زما
ځکه نو؛
تل یوازې
خوبونه ګورم؛