د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

حاجي امين باوري

د حاجي امين باوري پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

3 خپاره شوي شعرونه

د يوه بينوا د تګبشپړ شعر ولولئ

د يوه بينوا د تګ

حاجي امين باوري

تورو تيارو
د رڼا ساه واخيسته
ابليسان
بيا په ګډا
خپل د وحشت په کور کي
چي يوه بله روح يي
له ما او
تا واخيسته
غوږ سه ائ ګران هلمنده
ستا له څپو
ستا له موجو نه قربان
دغه ناپاکه
دا بي باکه زړونه
په مرمرينو څاڅکو
پريمينځه
او
پاک صفا
کړه
او که نه
قهر سه
غضب سه
هر هر څاڅکۍ دي
د زهرو ګوټ کړه
دغه
ړانده
دغه کاڼه
دغه د وخت جاهلان
زموږ د رڼا له مخي
پوپناه کړه ٠

د ګران روحاني ياد دي تل او روح دي ښاد وي ٠ د بينوايانو د
کورنۍ څخه د يوه بينوا د تګ له امله موږ ټول بينوايان د وير پر ټغر ناست يو ٠ د لراو بر ټولو بينوايانو ته د زړه صبر غواړم
٠ بلجيم

د ښکلا قاتلبشپړ شعر ولولئ

د ښکلا قاتل

حاجي امين باوري

يه ، پر ښايست مينه ؛
يه ، ښايسته انسانه ؛
چا ته ښايست يادوی ؛؟
چا ته لمنه نيسې ؟

دغه کاڼه غوږونه
دا له ښايسته منکر
ګوري ناوړه حاضر
له خدايه نه دۍ خبر

يه ، ښايسته انسانه ؛
يه ، د خلقت اسمانه
ښايست پر تا نازل سو
ته د خلقت اشرف يي

دغه ناوړه زړونه
دغه د مړو څلي
دغه زمري ناولي
دا په هر ترپ کي غلي

دوۍ ته لمن مه نيسه
دوۍ ته لمن مه نيسه

حېدري کړيکي ته!بشپړ شعر ولولئ

حېدري کړيکي ته!

حاجي امين باوري

حېدري کړيکي ته!
کابله پام کوه پاڅون ونه کړې
دتېرپه شاني بل ازمون ونه کړې
لا ماښامونه ستړي
لادسهارشفق په وينولامبي
لاداهاړ غرمو دي
زمادهيلو
امېدونو
پرچينه باندي کيږدۍ وهلې
کابله پام کوه
خطا ونه وزې
اوس لا منصور زانګوکي
اوس لا قېص نه دۍ پېدا
خودلېلادګرېوان
چکلې چکلې تارونه
د اهريمن په لاسو
ستا د مجنون لپاره
د دار حلقې جوړيږي
پام چي پاڅون ونه کړې
لاره اوږده ،
لار له اغزونه ډکه
دکږلېچوو نه ډکه
ستړي اندونه
ستړي ګامونه
او له خطرو نه ډکه
پام چي پاڅون ونه کړې
په وينو لژند هر شفق دسهار
خونړۍ سترګه هر غروب د ماښام
هره کوڅه مو د ناسور زخمونه
هره بېديا مو د دردونو کړېکه
هره دره کي دباروتو لوګي
هر يو يو تن مو د تڼاکي چړيکه
کابله پام کوه پاڅون ونه کړې
پام چي پر تيرو بيا ازمون ونه کړې
خپل دمجنون جنون لا مه وېښوه
لا فر هادی چيغو ته رنګ ور نه کړې
د انالحق مفتون لا مه ښوروه
دار او چړو ته يې لا خوند ور نکړې
پام چي پر تيرو پلونو پل کښېنږدې
پر اجيرانو نوم اتل کښېنږدې
ستا صدقه شمه لږتم شه څه نور
د باوري د زړګي دم شه څه نور
تورني-بلجيم
٢٠٠٦-٦-٢