د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

زيرک فهيم

د زيرک فهيم پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

ټکهبشپړ شعر ولولئ

ټکه

زيرک فهيم

ټکه
شعر زيرک فهيم _ جلالکوټ

بيا له شنه اسمانه ټکه رالوېدلې
بيا
خړوبې شوې د چا په وينو خاورې
بيا د کوم قاتل په ګوتو کې وو غشي
کوم قاتل روان و د بل قاتل په لارې

په
تنکي وجود دې زړه نه خوږېدلو
په لاسونو کې دې يې څومره انرژي وه
چې دې پاڼې د ګلاب را رژولې
دې بدبخت زړه کې دې
دومره بې رحمي وه

ته پوهېږې چې د چا په يوه څپېړه
سل مخونه کوي درد ورسره ژاړي
د ګاونډ د خلکو سترګې
به هم سرې وي
مور به ژاړي ، خور به ژاړي پلار به ژاړي
اولادونه به بابا له ږيرې نيسي
ماشومان دي خپل
دادا به ځنې غواړي

بيا له شنه اسمانه ټکه رالوېدلې
بيا خړوبې شوې د چا په وينو خاورې
بيا د
کوم قاتل په ګوتو کې و غشي
کوم قاتل روان د بل قاتل په لارې

چې دې خوله د ماشين ګڼې کړه ورټيټه
دا
دې نه ويل چې څوک وژنې قاتله
دا دې نه ويل چې دا خو هم انسان دى
لا وړکى دى په زړه کې يې ارمان دى

اوس يوه
موره شوله بوره زړه يې مات شو
بوډا پلار له لاسه هم امسا شوه ورکه
يو ماشوم ته به همزولى وايې يتيم يې
يوه
کونډه به اوس کړي له هر چا کرکه

بيا له شنه اسمانه ټکه رالوېدلې
بيا خړوبې شوې د چا په وينو خاورې
بيا د کوم قاتل په ګوتو کې و غشي
کوم قاتل روان د بل قاتل په لارې