د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالقدیر احساس

د عبدالقدیر احساس پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالقدیر احساس

غزل

سترګې مي څه و ايي ريباري كوي

زړه ورته نرۍ نرۍ زاري كوي

حسن
دي نازونه اداګاني كړي

مړي سترګي دي رو رو فن كاري كوي

ته ورته بهاني كوي او مخ اړوي

زړه ليوني تاسره ياري كوي

ستا په خيال به څه يمه څه نيمه

زړه دي زما د زړه په سرخاني كوي

ګوره
داسي اخوا ديخوا مه ګوره

ستا پرمخ زما نظر مستي كوي

زه به يي احساس د ښكلولو شم

شونډي كه دي
ماسه نيكي كوي

شعربشپړ شعر ولولئ

شعر

عبدالقدیر احساس

شعر

اوس پدي بڼ كې د ښكلا پسرلي كله شته دي

زمونږ ميړانه زمونږ خپله
ځواني كله شته دي

هغه كورونه شول ويجاړ هجري ويجاړي شولي

اوس پدي لارو او كوڅوكې مستي كله شته
دي

هغه په سيل چي به ورتلي په سيل به بيرته راتلي

زمونږ ګودر كې اوس دجونو منګې كله شته دي

هغه
چي شور به يي تركلي كلي ورسيدو

زمونږ دپيغلو په لاسو كې بنګړي كله شته دي

كوم رقيبان چې تښتيدلي
وو نن بيا راغلي

زمونږ په كور كې د ګټلو سړي كله شته دي

مونږ د غمونو اموخته يو تل غمونه به
خورو

زمونږ وطن كې د غنمو پټي كله شته دي

احساسه مه كوه لټون ورپسې ستړې به شې

دښكلو چم كې
دوفاليوني كله شته دى