د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

صابر خان بې ریا

د صابر خان بې ریا پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

آزاديبشپړ شعر ولولئ

آزادي

صابر خان بې ریا

آزادي

آزادي د ژوند د هرې ساه اړتیا ده

آزادي د خدای له لورې ستر
نعمت دی

آزادي د قوي عزم پیلامه ده

نوم د ویاړ دی نوم د تورې شجاعت دی

آزادي یوه سپیڅلې کلیمه ده

چې راتلی شي په میلیونو ککریو

ازادي په هر قدم قدم کې غواړي

خرپ د تورو غړمبهار
دشنو زمریو

آزادي لري په غیږه کې سندرې

ترانې لري ښکلا لري د میني

غم ځپلي زړونه هم پکې ناڅ
اکړي

ورځې شپې لري شیبې لري رنګینې

آزادي لکه سپوږمۍ د څلورلسمې

خاموشي لکه په غیږ کې د جانان
وي

بیا به کرکه څه کاکړه کړي ټولنه ؟

آزادي چې د ضمیر او د وجدان وي

آزادي د ولسونو د پت شال
دی

چې قیمت یې د شمیرلو له حد تیر دی

ازادي لکه د ډ‌یرې خوښۍ اوښکې

چې له زړه نه هم علت د راتلو
هیردی

آزادي د هر انسان طبعي حق دی

چې په مینه وکړي ژوند د یو بل څنګ کې

په رښتونې ازادي او
سوله غواړو

د قلم وخت دی نور خیر نشته په جنګ کې

محمد صابر خان بې ریا