د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ظفر اهتمام

د ظفر اهتمام پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

دخپلواکۍ شهیدهبشپړ شعر ولولئ

دخپلواکۍ شهیده

ظفر اهتمام

دخپلواکۍ شهیده !

پوهنیار ظـفـر « اهتمام »

ګلګون کفن په وینو رنګ د خپل ارمان شهیده

آرزو د پــاکه د حــــق لارې قهــــرمــان شـهیـــــده

په حـــقه لارکې تا د فتحې او وطــــــن په خـــاطر

په ســــــرښندنه د خپل ځان کړلو قربان شــهیده

ستا په مــزار اوس د بلبلو شور کې داسې اورو

درتـــــه راوړی دی موږ دغه ارمــــغان شهیــــده

د خـــپلواکـــۍ او آزادۍ مـــــــبارکي درکـــــــوو

موږ قاصـدان یو د سمسوره ګلستان شـــهیده

د تاآرزو ترســــــره شــوې دا پیغــــام لـــرو اوس

دغه آزاد هېواد کړي فخـــر ستا په شان شهیده

د وطن خـــاوره چـې د وتره کړه په وېــــنو د ځان

اوس هره خوا دي غوړېدلي پرې ګلان شــهیده

« اهتمام » ستا روح ته شـــاد باش او درودونه لېږي

ای ! پاک ارواحه ترابده ښاد روان شـــــــــهیده