د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

زړه سواند

د زړه سواند پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

زړه سواند

حبیب الله زړه سواند

زړه مـې تا پسې ځــــــــــورېږي چې ژېړی مـــــــازیګری شي
ځي لـــــــــــه مــــــــا مـــــروریږي چې ژېړی مـــــــازیګری شي

ستـــاپه یاد شي
ډکې ،ډکې چې هرڅـــــه په سترګــــووکړم
زمـــــــا اوښــــــــکې نه ودریږي چې ژیړی مــــــازیګری شي

ستـــــــا دتورو،توروزلفودا ښایستـه ،ښایسته وږمې خو
پــــــــه ګلانوراخــــــــــــورېږي چې
ژیړی مــــــــــازیګری شي

په ایمـــــــــــان یې راته اویه چې تصـــــــویر ته مې وګـــورې
پـــه
زړګي دڅـــــــــــه تېریږي چې ژیړی مــــــــــــازیګری شي

لــــــه وطن نه مســــــــافرې ښــــــــکلې پېغـــــــــلې او کوترې
هیڅ لـــــه مـــــــــانه نه هېریږي چې ژیړی مــــــــــازیګری شي

دامـــــــــوژوند دامونصیب دی بیا به کړو ستړي مزلــــــونه
زمــــــونږ بیا کــــــــــډې بارېږي چې
ژیړی مـــــــازیګری شي

ستاګلاب ګلاب یادونه ستا دروغجن دروغجن لوظونه
دزړه ســـــــــــــواندپه
زړه ورېږي چې ژیړی مـــازیګری شي