د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالنافع پتمل

د عبدالنافع پتمل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

3 خپاره شوي شعرونه

لوګيبشپړ شعر ولولئ

لوګي

عبدالنافع پتمل

تير به سي هسي دباروتو دغه تور لوګي

لكه تيريږې چه لم
بو سره په شور لوګي

نورخوبه نه وي زموږپر مېنه دغه بلې لمبې

دراكټونو او بمونو
څخه جوړ لوګي

تورسكورترې جوړسي دسكروټي چه دوران تيرسي

هسي مدارته رسيدلي دي
په زور لوګي

كارپه تدبيركړه دسنګراو د مورچل زلميه

هسي خوهم دي مضطرب چه ځان
كړي سكورلوګي

كمزوري نه يو پام غليمه چه هوس ونه كړې

ستاړنديدوته لا اوس هم
يودسره اور لوګي

په سترګو ړوند به خامخا سې ځان دي مه غولوه

ويرغلګروته به هرځاي وړو ضرور لوګي

دتورو بريښ دقلمي شهكار په زور ملګرو

دښكيلاكګرو پر مخ پو
به كړو هرلور لوګي

د آزادئ ناوي ته وربه كړوپرسر زرغون شال

وي دحريمه به وتلي
دپيغور لوګي

اوښکيبشپړ شعر ولولئ

اوښکي

عبدالنافع پتمل

اوښکي

دي ، تودې تروې اوبه پر مخ بهيږي

پر ګريوان تر يوه ځنډه
بيا ورکيږي

داچينې کله مستيږي له خوښۍ نه

کله بيا له ډيره غمه را خوټيږي

کله چاته د
زاريو چوپ بيان شي

چه د سترګو له کاسو نه راتويېږي

کله جوړ له څاڅکو - څاڅکو نه سيلاب شي

د نړۍ واړه رندان په کې ډوبيږي

دا چينې هم کله وچې بې اوبو شي

سر پر سر چې پرې غمونه رارسيږ
ي

دومره زور په دي تروو اوبو کې شته چې

پورته شوې توره بيرته پرې کوزيږي

وثيق اوښکې ورته ځکه څڅومه

پر دربار يې سوال په اوښکو ښه قبليږي

څلوريځهبشپړ شعر ولولئ

څلوريځه

عبدالنافع پتمل

څلوريځه

که مي ازاد نکړي وطنه نو افغان به نه يم

افغان لا څه
کوي چه ګر سره انسان به نه يم

که مي دا ستا په پاکه مينه باندي سر ورنکړ

وطنه پوه سه چه ريښتينۍ
مسلمان به نه يم