پښتو ادب · شاعران
حکمت الله
د حکمت الله پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
حکمت الله
مینه دی اورده چی پرزړه باندی داغونه ایږدی
داشـــــملورپښــــتانه ســـتامخ ته سرونه ایږدی
دکلی خواکی دی څوشپی چی په مزه تیروی
په ډیــــره مینه دی په لاره کی ګلونه ایږدی
ترهـــــرڅه تـــیریم ستاترپاکی مینی نه تیریږم
که ټول جهان می پروجودراته زخمونه ایږدی
زمالـــــیلا یه زماځـــــان یه زما مــینه یه ته
ستاپرناموس خو پښتانه زلمی سرونه ایږدی
تاته درځـــــم د پــــسرلی په زرغونه لمــــن کی
اوس دی رقیب په سره اوربل کی پرهارونه ایږدی
ستالیونی به ستاپه مینه کی سرونه ورکی
ځکه چی پیغلی پرکفن باندی خالونه
ایږدی
اســــوداګرچی ستادسرولعلوامیل خرڅوی
دامی قسم دی چی ناموس او عزتونه ایږدی
داخوعــــزت ســـــتا داسلافو غیرتمنو کوی
چی پرسروباندی دسپیتی بګړی ولونه ایږدی
یوبــــی غیرته به تکل ســــتا دپلورلو کوی
خوستاپه مینه کی نورټوله خپل ځانونه ایږدی
ګــــــیله چی ونکی جانانه چی مین دی نه یم
عمری ستا غیږکی رقم رقم شعرونه ایږدی