د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

لایق اثر

د لایق اثر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

شعربشپړ شعر ولولئ

شعر

لایق اثر

شعر

یاره ستا په کابینه کی دا زړګی زما پتنګ دی
زما وطنی زړه له خپل
وجدان سره په جنګ دی
یاره ستا په کابینه کی

ما ویل نرخونه لږ کنترول که ده ویل اوس بازار ازاد دی
م
اویل بیا کنترول قیم منحل که ده ویل داخبر دننګ دی
یاره ستا په کابینه کی

ماویل برق به کله راشی ده
ویل میاشتی دجوزاته
ماویل جوزا خو لاړه لاړه ده ویل ستا مقصد دی جنګ دی
یاره ستا په کابینه

ماویل
چور یی کړلی زمکی ده ویل حق لری افغان دی
ماویل زه خو هم بی کور یم ده ویل ستا خوی دملنګ دی
یاره ستا په
کابینه کی

ماویل رازه پولیسه غل دی ده ویل نه درځم عاجل دی
ما ویل هله زه یی مړ کړم ده ویل زما زړګی
دسنګ دی
یاره ستا په کابینه کی

ماویل مه کړه بمباری ده ویل نه دی کړم یاری
ما ویل بیګنادی شهیدان
کړل ده ویل دامی اصلی رنګ دی
یاره ستا په کابینه کی
لایق اثر