د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ډاکتر هيواد همت

د ډاکتر هيواد همت پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

تنها وختونهبشپړ شعر ولولئ

تنها وختونه

ډاکتر هيواد همت

تنها وختونه

هر څه مې هير کړل
هر څّه مې تیر کړل
ټول غم
ونه
ټول يادونه
ټول لوظونه
ټول وختونه

خو بيا هم
په خندا هم
جدا هم
نه تيريږي دا
وختونه
داسې تنها وختونه

ګران افغانستان

پسې ګرځمبشپړ شعر ولولئ

پسې ګرځم

ډاکتر هيواد همت

د سوال کچکول په غاړه پسې ګرځم
په سمه
غر او شاړه پسې ګرځم

چې کړي مات ورته سرونه په مورچل کې
امان
او احمدشاه دواړه پسې ګرځم

چې غيرت او
پښتو وي پکې دفن
زه اوس داسې ويجاړه پسې ګرځم

زما ډيره بې وسي وه ! ليونۍ
خفه
ده رانه لاړه پسې ګرځم

دډيرې م
ودې ورک لالي په طمعه
همته ! انتظار ولاړه پسې ګرځم