پښتو ادب · شاعران
جیلاني ج
د جیلاني ج پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
ګرانې مورجانې تهبشپړ شعر ولولئ
ګرانې مورجانې ته
جیلاني ج
ګرانې مورجانې ته !
سيدجيلاني جلان
هغه
هاغه پورې شين بخونه غونډۍ ګورې!
چارچاپېره ترېنه شنې ونې ولاړې
هلته پروت زما ارمان زما جنت دی
بام د ميني ته د زړه ستنې ولاړې
چې د سرو شنو مرغکيو سيل پرې ګرځي
د خوږ لفظو اوازونو پرې اتڼ دی
پستور پرې له شينکي
اسمانه اوري
د قدرت د رحمتونو پرې اتڼ دی
هغه شنه جنډه چې رپي نري باد ته
پرې ليکلې مې
سپېڅلې کليمه ده
ها زما د خوږې مينې سر چينه ده
د ژوندون د تصويرونو اينه ده
هغه
دوې شناختې او څلی چې ښکارېږي
په وړو وړو زرينو شګو رنګ دی.
چې د ژوند د وږمو ساز کې يې زه ساز کړم
ها، ګلاب هلته د مرګ کړۍ کې زنګ دی
رانه لاړه ته وا خوب كې مې ساه لاړه
د ژړا د غرونو سرته يې
ياغي کړم
اوس چينه د يوې زرينې شاعرۍ شوم
د دردونو په سندرو يې غني کړم
د جمعې په شپه خو خامخا
ورځمه
پاکه مينه يې په مينه مينه وايم
ایينې پرې د رڼو اوښکو کرمه
د ياسين په زمزمو يې خدای ته
ستا يم.
٩ \ سلواغې \ ۱۳۸۴
د لوی اختر ورځ
اريوب ځاځي خېرمېنه
يادونه : دغه نظم د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى