پښتو ادب · شاعران
سکندر ټنیوال
د سکندر ټنیوال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
داسړیبشپړ شعر ولولئ
داسړی
سکندر ټنیوال
داکتاب کتاب اوداقلم سړی
داسړی دسولې دسلم سړی
داچاداغزوپه لښته وواهه
؟
داترګل نازک اوداشبنم سړی
يه تورې ډبرې ماتوې ولې؟
دادژوندپه ګوته کې نيلم سړی
دالکه پرهرزمونږله درده ډک
داپټۍ پټۍ اودامرهم سړی
داولې په وينولمبېدلی دی؟
دازمونږدښې بدې دزغم سړی
@@@
داسړی داسپين
دايينې غوندې
ته ورپسې راغلې دکينې غوندې
زړونه دې په سروسيخونووداغل
ولې دغاټولودسينې غوندې؟
بام ته يې
دپوهې خيژولي وو
داسړی و مونږته دزينې غوندې
خلاصه به يې غېږه وه بې وزلوته
وپکې اخلاص دمدينې غوندې
نن خو
دامنصورپه وينوسوروينو
زړونه پسې چوي دنينې غوندې
@@@
دازمونږدسراوددستارسړی
دايوپه بيداروکې
بيدارسړی
داسړی دمينې دالفت مريد
داسړی بې حده وفادارسړی
داسړی دشپودقافلوستوری
داسړی دسولې دسهارسړی
ده خوچيرته کاڼي په چانه ويشتل
داخوو دسره ګلاب د وار سړی
غوڅ دې دواړه لاسه په مړوندکې شه
وادې
خيست له مونږخنې دکارسړی
@@@
زه چې کوم څراغ چيرته پيداکړمه
واه وړه جونګړه پرې رڼاکړمه
ستاپه زړه کې
ګونخه شي خوره ولې؟
زه چې خپلې اوښکې په خنداکړمه
ته راشې ماشوم جهان مې ولوټې
زه به تاته څرنګې دعاکړمه
م
ست يې داتوم په رڼاګانوکې
ته راپورې خاندې زه ژړاکړمه
خدای دې دفرعون په تقديرواړوه
خدای دې په زخمونوکې
تير واړوه