پښتو ادب · شاعران
ظفرخان اهتمام
د ظفرخان اهتمام پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
3 خپاره شوي شعرونه
سپــــرلیهبشپړ شعر ولولئ
سپــــرلیه
ظفرخان اهتمام
ای ښـــــکليه سپـــرليه ! له غــنچـــو سره راځـــه
دمــيـنــې ویـجــاړ کــلـي تـه وږمــو ســره راځـــه
د بـــزم بــازار تود کـــړه لــکه رزم دلــته تـــل
سېل جـوړ کــړه د بــلـبـلــو لــه نغمو سره راځه
په ښکلود باګرام هــم ګــوذ ر ژروکړه د سولـې
څــپــې د امــن شیـــنده خــوشالو سره راځـــه
د مینې د حــرم تلوسې ســوزي شـــادمـــان دیـــو
وږمه
بـاغ د حـــرم کړه ښاپـــېرو ســره راځــــه
دې وهــم په ټـــالو کې چې ســندرې ناڅي اوس
د کوډو،بیم لـمبه کړه خــوځــېــدو ســره راځــه
زمان په مخ راکړي تــل څــپـېـړې دخــنــجـــر
د مینــې له منـــترشــړق د کمـــڅو سره راځــه
په او ښـــکو د شبنم و کړه د زړونو " اهتمام"
چې و ويــنځي کينې له پاکو زړو
سره راځــه
د ښځو د ورځی په ویاړبشپړ شعر ولولئ
د ښځو د ورځی په ویاړ
ظفرخان اهتمام
راغلې او راتېر شوې په ایینه زما
روږدی وې او سېر شوې
په سینه زما
را دې نه کړ زړه او محــبت راته
یــا ډالۍ کې راز د حــقیقــت راته
اوس په ازادۍ باندې عمل و
کړه
ما سره وفا ځان سره چــل و کړه
نـرکه په کابــل یا په بغــداد کې مري
ښځه یې په ویر او په فریاد کې مري
ویاړ وړیا ډالــــۍ دپه خا لق بـویـه
ولمانـځه کعبـه ز ړه ځان صادق بویه
هېلېبشپړ شعر ولولئ
هېلې
ظفرخان اهتمام
هېلې؟
زه داوښکو
د رڼوڅاڅکو
آینوکــې
جوړومـَه دیاغي ذهن
دحسن سـمندر...
لټومـه پکې هېلې
وي لکـه اوښکې
بې مکانه مرغلرې
(کابل،۸\\۶\\۱۳۸۵)