پښتو ادب · شاعران
سید احمد ( هوتکي)
د سید احمد ( هوتکي) پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
3 خپاره شوي شعرونه
دپاکي ميني جامبشپړ شعر ولولئ
دپاکي ميني جام
سید احمد ( هوتکي)
زړه راته وايې چه مین يمه ارا م غواړم
دپاکې ميني د شرابو يو ډک جام غواړم
ښه دی چې ډوب شم په نشه کښې همېشه ددلبر
خدای دې زماپه قسمت وکړې کوڅه ددلبر
خوښ به شم هلته چه سر کښېږدم
پر اوږه ددلبر
دخدايه وصل دخپل يار سهار ماښام غواړم
دپاکې ميني د شرابو يو ډک جام غواړم
بېتابه پروت يم په خيالو کښي د خپل يار همېشه
فکر مې ورک وي په يادو کښي ددلدار همېشه
ديدن ته راشي په خوبو کښې
زما نګار همېشه
داشنا مينه مي په ژوند کښې تل مدام غواړم
دپاکې ميني د شرابو يو ډک جام غواړم
دعشق پرلاره
باندې ځم ګوندې جانان ووينم
يا چي دیارولور ته ځي هغه کاروان ووينم
پروامې نشته که دژوند په کښې تاوان ووينم
خپل د سلام په جواب زه ديار سلام غواړم دپاکې
ميني د شرابو يو ډک جام غواړم
خبر يم مینه رسوايې ده خوپروا نه لرې
غريب هغه دی چه هر څه لرې اشنا نه لرې
افسوزپر هغو چې هيڅ مينه او وفا نه لرې
(سيده ) تا په بې وفا وو کښې ناکام غواړم
دپاکې ميني د شرابو يو ډک جام غواړم
قسمته ؟بشپړ شعر ولولئ
قسمته ؟
سید احمد ( هوتکي)
قسمته ؟
قسمته ولي مي له ياره ليري
ساتۍ
په څه مقصد مي له نګاره ليري ساتۍ
زړه مي غمجن
دۍ پريار مين
دی
زما پر مين زړګي نور مه کوه ظلمونه
ګرځم تنها
تنها &
nbsp; غواړم ليلا ليلا
پرزړه مي راغلل د هجران دغم اورونه
بيلتونه ولي راغلې د
کمه کلي راغلې
له مانه ليري سه چي وکړم ديدنونه
رويباره حال
مي يوسه يار ته احوال مي
يوسه
چي ستا په مينه کي کومه فريادونه
زه دديدن تږی يم
د خپل وطن تږی يم
خداۍ به مي کله راپوره کړي ار مانونه
له تا که ليري سوم
ه ګډپه بل کلي سومه
ستا په يادونو کي هميش ليکم شعرونه
شاعر. سيد احمد هوتکي
نېټه. ١٢.٠٧.٢٠٠٨
ډنمارک
جانانبشپړ شعر ولولئ
جانان
سید احمد ( هوتکي)
لويه خدايه راپوره مي يو ارمان کې
په قسمت کي مي ديدن د خپل جانان کې
چي پر کلي باندي زما ديار تيريږي
ماملګر تل د داسي يو کاروان کې
زه د دې دنيا له ميني يم بېزاره
د دلبر د ميني تل يم طلبګاره
د ګلاب غوندي م
ي ګډ په ګلستان کې
ښه محفوظ مي له موسمه د خزان کې
که څه هم اغيار زما مخته ولاړدی
ما له شره د اغيار تل
په امان کې
په محفل د عاشقانو چي دا خل سم
په ټولی د مينانو چي شامل سم
اول زما مينه ښکاره پر
ټول ميدان کې
لکه ستوری چي روښانه پر اسمان کې
ډنمارک