د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

حکیم بشارت

د حکیم بشارت پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

شعربشپړ شعر ولولئ

شعر

حکیم بشارت

شعر

تاچې سرو ګلونوته دخارخبرې وکړې
هم دې شازلمو ته دنګار خبرې
وکړې
څه عجبه شپه وه چې ماته خوب کې ليدې
عشق راته ورو ستا درخسار خبرې وکړې
سترګې د ې جانانه چې يو
ځل راواړولې
ماته يې په زړه کې دخمار خبرې وکړې
خيال يې نن زما په ذهن پرېوتو ملګرو
ځکه مې په شونډو
بيا ديار خبرې وکړې
زړه چې مې داستا څڼوکې ښکېل شولو دلبره
تا چې په موسکا کې داختيار خبرې وکړې
شونډې دې خنداکې سرې غوټۍ دسرو ګلونو شوې
نن يې په نازونو دبهار خبرې وکړې
خيال دحکيم کډه دبېديا لمن ته
وکړه
چېرته چې غاټولو دسنګار خبرې وکړې