د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

محمدالدين همدرد

د محمدالدين همدرد پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

څلوريزهبشپړ شعر ولولئ

څلوريزه

محمدالدين همدرد

لراوبر ټول پښتانه په غم اخته دي
خداي ج خبرده
چې دچا آزار وهلې

سلطنت بې له ډهلي تر اصفهان و
نن اخته دي يوتربله سره ولې ؟

مناجاتبشپړ شعر ولولئ

مناجات

محمدالدين همدرد

خدايه راولي رڼا ورکي تياري کړۍ
نورې محوه اونابوده جنګ جګړي کړۍ
داوطن
دوه دري لسېزي دجنګ ښکارشو
راخورې پري نوردسولې پريښتي کړۍ
چي بيامينه ورورولي دلته پيداشي
پاک موزړونه
له حسد اوله کيني کړۍ
څوخپل سروميلمنونه په امان شو
پيدا موږکي دانصاف عدل څيري کړۍ
دهيواد بچي موخپلوکي
سلاشي
ورک له سر زموږټانګونه تياري کرۍ
ټول خواره واره فکرونه سره يوشي
پوخ نظرشي نور مو ختمي
انديښني کړۍ
دهمدرد لاس به اوچت وي ستا دربارته
څو قبوله ته زموږ سوال اوتوبي کړۍ