پښتو ادب · شاعران
عبدالهادي (اثر)
د عبدالهادي (اثر) پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
زموږ د کلي پېغلېبشپړ شعر ولولئ
زموږ د کلي پېغلې
عبدالهادي (اثر)
چيناره هومره دنګې وې زموږ د کلي پېغلې
ساده پاده ملنګې وې
زموږ د کلي پېغلې
بس ټولې مازيګر کې به راپنډې په چينه شوې
ښايسته وې، غنمرنګې وې زموږ د کلي پېغلې
منګي به وو،
کوزې به وې او خړ پړ کميسونه
په خداى که به بدرنګې وې، زموږ د کلي پېغلې
د چا ظالم به دا پېغلې په کلي پېرزو
نه وې
چيناره! بس نور تنګې وې زمونږ د کلي پېغلې
خو اوس اوس نو ها دنګې پېغلې نشته کلى وران دى
(اثره) څه با
ننګې وې زموږ د کلي پېغلې