د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

خوبولی ویده مل

د خوبولی ویده مل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

په وېښه خوببشپړ شعر ولولئ

په وېښه خوب

خوبولی ویده مل

خوب وینم عالمه چې همدایې ده مانا
رایه ورکوم به زه اشنا ته خام
خا
خوب کې مې لیدلې اشرفۍ ډېرې پرېمانه وې
ډېرې غوړې غوړوپې او مزې پکې بې شانه وې
پټې مې لېږلې او لادو ته له هر چا
نه وې
ډوب وم په سوچونو کې بیدار شوم په همدا
رایه ورکوم به زه اشنا ته خامخا
مزې دي په خوبو کې خلکو کړئ
استخارې
ما ته مې عاشق په خوب کې راکړلې وعدې
سیمې د هېواد یې را ته راکړې هم پیسې
ورکړئ را یه ورکړئ خلکو
واوریه زما
رایه ورکوم به زه اشنا ته خامخا
بیا لږ وارخطا ښکاري اشنا مې وېرېدلی
ځکه مې په وېښه په خوبونو
کې لیدلی دی
خوب مې هم پخپله تعبیر کړی مانا کړی دی
خو، خوب به مې رېښتیا شي او که شي به واویلا
رایه ورکوم به زه اشنا ته خامخا