پښتو ادب · شاعران
محم داکبر اکبر
د محم داکبر اکبر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محم داکبر اکبر
غزل
ډاکټر محمداکبر اکبر
ته د ټول جهان یې
زه دځان یمه
کله دې دعشق دامتحان یمه
ټیک یمه د سرو زرو مانه اخلې؟
هسې پروت په دړه د دوکان یمه
توی شوم د ړانده کمر ورغوي ته
څه که ملغلرې د باران یمه
تل ترې ښارمارانو دړې وړې دي
زه
چې دلالونو د کوم کان یمه
اوس د رسوایئ په ګټه پویه شوم
ټول په خپل جانان باندې تاوان یمه
لمر
مې دسپرلي د رڼو ورځوکړه
ستوری که د ژمي د اسمان یمه
خدايه!بشپړ شعر ولولئ
خدايه!
محم داکبر اکبر
خدايه! له تا څه غواړم؟
هسک مې راکه ستوري را
ځمکه کې مې سيوري را
لاره به ستا لاره وي
خو ما له ځما لوري را
جام کې د پېړۍ د جم
مخ د پښتانه غواړم
خدايه! له تا څه غواړم
اور يمه چرګۍ راکه
زخم له ککۍ راکه
يخه ده ړنده ايره
سترګه د سپرغۍ راکه
بخت د پخو ورځو يم
ټول درنه غارمه غواړم
خدايه! له تا څه غواړم
غېږه مې د ځمکې کړه
لوړه له اسمانه را
پرخه درېدو به شم
اوښکې د جانانه را
ځمکه جل وهلې ده
لپه کې اوبه غواړم
خدايه! له تا څه غواړم
برېښ مې د نظر پاله
هسک ته مې وزر پاله
غرمې د پولادو کړه
سر مې لکه غر پاله
زغم مې دې د تيږې شي
خو زړه د غوښې زړه غواړم
خدايه! له تا څه غواړم
ګوتې د ملهم راکه
ژبه د قلم راکه
خلاص مې کړه د زړه کتاب
مينه د ادم راکه
لاس د پېرزوګانو را
پروت يم پاڅېده غواړم
خدايه! له تا څه غواړم
زور د غريبانو را
ورکړه د خانانو را
راکه د شهيد سينه
مټي د غازيانو را
مرګ د پښتانه راکه
ژوند د پښتانه غواړم
خدايه! له تا څه غواړم
اور په وږو وورېد
لوږه نه مري، وږي مري
ځمکو کې زيم سوى دى
جل وهلي تږي مري
چونګ کې دې اوبه راکه
لپه کې دې اوړه غواړم
خدايه! له تا څه غواړم
دا چې لوږې وپالي
مرګ ته هڅوي خلک
دا چې ړندوي خلک
دا چې کڼوي خلک
دوى درنه ړانده غواړم
دوى درنه کاڼه غواړم
خدايه! له تا څه غواړم
پوى يو چې له چا نه ده
لږه له شيطانه ده
ډېره له انسانه ده
دا نړۍ چې ورانه ده
لاس د عدل وچ مه شه
نور يې خوځېده غواړم
خدايه! له تا څه غواړم