پښتو ادب · شاعران
عبدالعزيز غيرت
د عبدالعزيز غيرت پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
4 خپاره شوي شعرونه
د بېنوا په يادبشپړ شعر ولولئ
د بېنوا په ياد
عبدالعزيز غيرت
د ارواښاد عبدالروف بېنوا په ياد
څه هستۍ درومي زما له دې
وطنه
بېنوا ځي بېنوا له دي وطنه
مرګه وړې چې له مونږ ښکلي ښکلي خلک
څنګه نه به وځي ساه له دې وطنه
بېنوا ترينه رښتين خادم روان کړې
کله يوسې ګل پاچا له دې وطنه
عجيبه ده په ژړا دنيا ته راشي
بېرته لاړشي بېنوا له
دي وطنه
دريابونه کتابونه شي ترې پاتې
خپله لاړ شي په خندا له دې وطنه
((بېنوا)) ټوله دنيا رانژدې کړې
څومره لرې ده دنيا له دې وطنه
تمدن له دې هېواده شروع شوى
نړۍ واخيسته رڼاله دې وطنه
دتور غر پشانې غرونه
پرې پراته دي
چېرته يوسم زړه اشنا له دې وطنه
ما غيرت ددعالپه پورته کړې
چې نور مه وړه څوک الله له دې
وطنه
بینوا په یادبشپړ شعر ولولئ
بینوا په یاد
عبدالعزيز غيرت
&n
bsp;  
;
دارواښاد عبدالروف بینوا په یاد
څه هستۍ درومي
زما له دې وطنه
بينوا ځي بينوا له دي وطنه
مرګه وړې چې له مونږ ښکلي ښکلي خلک
څنګه نه به وځي ساه له دې
وطنه
بينوا ترينه رښتين خادم روان کړې
کله يوسې ګل پاچا له دې وطنه
عجيبه ده په ژړا دنيا ته راشي
بيرته لاړشي بينوا له دي وطنه
دريابونه کتابونه شي ترې پاتې
خپله لاړ شي په خندا له دې وطنه
((بينوا))ټوله
دنيا رانژدئ کړې
څومره لرې ده دنيا له دې وطنه
تمدن له دې هيواده شروع شوى
نړۍ واخيسته رڼاله دې وطنه
دتورغرپشانې غرونه پرې پراته دي
چيرته يوسم زړه اشنا له دې وطنه
ما غيرت ددعالپه پورته کړې
چې نور
مه وړه څوک الله له دې وطنه
محروميتبشپړ شعر ولولئ
محروميت
عبدالعزيز غيرت
محروميت
عبدالعزيزغيرت
چې پلار هم دچا مړوي او مور هم
دچانه وي
يتيمه وي يسيره ورور او خور هم دچانه وي
بس دغې زندګۍ ته خلک کومه نامه ورکړى؟
چې دومره لوى جهان
کې دې يو کور هم دچانه وي
آخربه داښايسته ډيوه سلګو سلګو کې مړه شي
په داسې خاموشۍ کې چې هيڅ شور هم دچانه
وي
خير چاته خلک واړوي له اوښکو ډکې سترګې؟
بې غيرله پاکه خدايه چې بل لور هم دچانه وي
په داسې محروميت کې
دژوندشپې سباکومه
چې وځي له خولې ساه او دزړه زور هم دچانه وي
اخربه ډک زړګى له غمه داسې ځاى ته وړمه
چې غږ
هم دچانه وي اوپيغور هم دچانه وي
له دې ژونده ريښتیا وايه غيرته مرګ ښه نه دى؟
چې يو دسترګو تور دزړه ټکور
هم دچانه وي
د ژوند تصويربشپړ شعر ولولئ
د ژوند تصوير
عبدالعزيز غيرت
ټوله، ټوله په غمو کې لويه شوې
دغه ښکلې په سلګو کې لويه شوې
ده زما د خوږ وطن سوالګره پيغله
د باروتو په ګردو کې لويه شوې
د ژوندون تصوير يې ټول زخمي، زخمي دى
د سرو وينو په څپو کې لويه شوې
ټول خويونه يې ملالۍ ته پاتې کيږي
مجاهده ده په غرو کې لويه شوې
له ښکلا يې سل کرته صدقه شم
د آرم په ښاپيرو کې لويه شوې
څه پوهيږي د وطن په تورو،سپينو
د پاريس په شنو او سرو کې لويه شوې
د وفا تمه ترې مه کوه غيرته !
د ماهي غوندې اوبو کې لويه شوې