د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

فضل الله ر

د فضل الله ر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

په ما ګرانبشپړ شعر ولولئ

په ما ګران

فضل الله ر

زه يم افغان او هر افغان دى په ما ګران
چې وي انسان هغه
انسان دى په ما ګران
هغه څوك چې عقيده اسلامي ولري
والله چې داسې مسلمان دى په ماګران
چې كار اخلي صداقت نه په هر كار كښې
داسې بنده خو هر زمان دى په ما ګران
چې كوي هر چا سره خوږې خبرې
داسې خوږ
ژبى مهربان دى په ما ګران
چې جنكونه نفرتونه پكښې نه وي
داسې ښكلى افغانستان دى په ما ګران
رشتين ته
چې وركړي د اخلاص لاسونه
داسى يو ورور خو هر زمان دى په ماګران