د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

حبيب الرحمن واکمل

د حبيب الرحمن واکمل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

درازپه غيږكيبشپړ شعر ولولئ

درازپه غيږكي

حبيب الرحمن واکمل

دكلو داميدونو سزا وارسوم ته را نه غلې
دوحشې نړۍپه غيږكي چي په دارسوم ته رانه غلې

لاترڅوبه يم تنهاپه دغه اوركي
چي ستي پرسره انګارسوم ته رانه غلې

ګرځوم به په سينه كي اوردميني
چي په ژوندكي ناقرارسوم ته رانه غلې

ستايادونويم په دې ژوند كي سېځلى
ستا په مينه كي اقرار سوم ته را نه غلې

اسويليوكي مي ستا فرياد ليكلى
چي رسوا پردغه لار سوم ته رانه غلې

ستادزلفوټال وژلى پرښكلا يم
له تيارې نه چي اظهار سوم ته رانه غلې

د[واكمل]گيله پيدا ستا پر وعدوسوه
چي كلونه انتظار سوم ته رانه غلې

لښكرګاه