پښتو ادب · شاعران
آمنه مایار
د آمنه مایار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
آمنه مایار
غزل
آمنه مایار
ياره تصوير دا ستا د ښكلو سترګو
كړمه انځور په خپلو ستړو سترګو
ستا د ديدن ارمان په زړه هر ساعت
ګله لرم په ژړېدلو سترګو
څومره غرور دې په ځوانۍ كې نغښتى
مينه دې پرېښوه د شډلو سترګو
چې ځوروي د پرديتوب احساس مې
خپله دې نه كړمه د خپلو سترګو
لمبه لمبه هره لحظه كه شي ژوند
ما دركتلي په منلــو سترګـو