د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

حسیني خرم

د حسیني خرم پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

3 خپاره شوي شعرونه

تنهاییبشپړ شعر ولولئ

تنهایی

حسیني خرم

کاشکي خدایه چېرته لرې یوه تور غره کې مې کور وای
د سپېرو کمرو د خواه سره په ځنګل کې مې کهول وای

یو جانان مې راسره وای بل انسان مې نه لیدلای
د دنیا له قیل او قاله په ابد نه خبرېدلای

د ژوندون خوږې شېبې وای په وصال کې تېرېدلای
د بېلتون ترخې لحظې مو په احساس کې نه لیدلای

د سړې چینې په غاړه جوړه کړې مو د مینې بزومګاه وای
د اوږدې مودې نه پس بیا زمونږ بخت په ویښېدو وای

د یو سیوري لاندې ناست وای او رباب مې غږولای
د جانان د سپین بشر ښایسته رخصار مې پکې ستایلی

ګوته په غوږي د رباب سرمې د جانان په زنګون پروت وای
د یو څو شېبو لپاره فارغ شوی له دنیا وای

د عشرت وږمې خورې وای په وصلت کې مو شېبې وای
د طاغوت خونې سپېرې وای رټل شوی له صحنې وای

بس جانان وای او ژوندون وای له غمونو بې پروا وای
د خښیو پکې یوون وای دېره شوی په صحرا وای

د یو داسې ژوند په هیله د ((خرم)) لاسونه لپه په دعا دي
ګوندې چېرته قبول شوی په دربار کې د الله وای

مناجاتبشپړ شعر ولولئ

مناجات

حسیني خرم

لویه خدایه دا غمجن غمجن زړګي مو را خوشحال کړې
موږه ټول په خپل کرم سره د نبي په لور روان کړې

له بدعت منافقته له لویۍ او رزالته امان راکړې
په طاعت او عبادت سره بیا زموږ زړونه روښان کړې

رانه پورته بدبختۍ کړې رانه ورکې دوښمنۍ کړې
په خپل فضل او رحمت سره مو د سولې لارویان کړې

د محشر وېره مو خدایه سختو زړونو کې پیدا کړې
له طوغیان او سرکښۍ نه مو سرونه په امان کړې

له نفاق او تربګنۍ له بېځایه بدبینۍ زموږ جرړې په وتو دي
د موجونو منځ کې ګير بېړۍ مو بچه له طوفان کړې

موږ مشغوله کړې په خپله بندګۍ او بادشاهۍ کې
په تسبیح او په ثنا دې بیا زموږ زړونه ستومان کړې

په کوم لاره چې خوښي او رضایت ستا حاصېلېږي
د حبیب په برکت مو د دې لارې پیروان کړې

د ((خرم)) د عاجزۍ لاسونه پورته ستا په لور دي
پاک سبحانه سخت سفر مو راته څه ناڅه آسان کړې

ما په خدای وسپارهبشپړ شعر ولولئ

ما په خدای وسپاره

حسیني خرم

زما د ژوندون شېبې ترخې شوې ما په خدای وسپاره
نور مې د هیلو مراندې پرې شوې ما په خدای وسپاره

زما د وطن په پاکه خاوره اوس سورمخي پرنګیان پراته دي
زما د بابا توره را واخله ما په خدای وسپاره

کور راته ګور کټ مې سور اور شو خوب آرام مې نشي
نورې اولکې راته سور اور شوې ما په خدای وسپاره

کوم سوګند چې یا به بایلمه خپل سر او یا به دوی وباسم
زما د الله سره وعدې شوې ما په خدای وسپاره

ډېر زهیرېږم په غیاب چې قصې اورم د بابا د تورې
مورې دا څرنګه نخرې شوې ما په خدای وسپاره

چې ما آباؤو پکې کرلي ؤو تنکي ګلونه
په هغه بڼ نن د خزان څپې خورې شوې ما په خدای وسپاره

چې مو ورکړي ؤو غاښ ماتي ځوابونه د تاریخ په اوږدو
یو ځل مو بیا نن د هغوی سره جګړې شوې ما په خدای وسپاره

ګوره غلیمه چې *غازي په څېر زلمي زیږي هما خاوره ده
که خدای کول یو ځل به بیا راته شرمېږي ما په خدای وسپاره

((خرمه)) واوره د الله هغه وعدې چې یې قرآن کې کړې
د حق په وړاندې د باطل خونې سپېرې شي ما په خدای وسپاره

* غازي محمد جان خان وردګ