پښتو ادب · شاعران
محمد اسمعیل څپه
د محمد اسمعیل څپه پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
لنډه ساهبشپړ شعر ولولئ
لنډه ساه
محمد اسمعیل څپه
خدایه !
ستا خدایي ده دومره لویه
او زما صبر دومره لنډ
لکه لنډه ساه!
...
ستا قدرتونه دومره لوی
او زما عقل دومره کم
لکه شنډه څاه
...
نفُس زما زړه زما
خو درد پکې اوسي
او شیطان پکې اوسیږي
په درد کې اوسي څړیکه
او څړیکه کې بیا ته یې .
نو زه! څه شومه خدایه !؟
...
خدایه خدایه خدایه !!!
تش کالبوت راباندې پلورې !؟
خدایه دا مې په کار نه دی .
جهنم ته یې غوزار کړه
چې لمبه شي او سور اور شي
له دې اوره بیا پیدا یو غټ شیطان کړه
چې وجود کې یې زه پټ شم
نور څه نه !
چې دا غچ مې ترینه واخلم !
نور څه نه !
چې دا غچ مې ترینه واخلم !