د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

س (خليل)

د س (خليل) پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

سپين ګلانبشپړ شعر ولولئ

سپين ګلان

س (خليل)

زماغيرت چي يي ټپي کړو زړه مې تورشو
سم د واره مې د زړه پرهار په اور شو

دلته هلته بي عزتي وه د کورونو
رنګ مې واوښتو پشان لکه د سکور شو

چي مې ورونو د تکبير نعره کړه پورته
پروني اشنامې هم ټوپک ته لاس په ماشه سور شو

ما ويل مکړه اى نادانه دا دي خپل دي
ده ځان کوڼ کړو چي يو ځل د ډزو شور شو

سپين ګلان په وينو سره وه خزان راغې
دي اغيارو چي کتل زړه يي ټکور شو

د( خليل ) دسترګو اوښکې شوې روانې
شو بي تابه د يار غم ورباندى زور شو